افغانستان

اشرف غني: پاکستان خپل ترهګر د افغانستان په خوا راشړي

نن ټکی اسیا (یک شنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني امریکا ته تر سفر مخکي په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې د وینا په مهال وویل چې پاکستان خپل او نړیوال ترهګر د خپلي غاړي څخه د افغانستان په خوا را شړي، چې له کبله به یې د جګړې راتلونکی موسم د افغانستان لپاره تر بل هر وخت سخت او له جګړو ډک وي.

دا لومړی ځل دی چې اشرف غني په ګاونډي هیواد پاکستان باندي نیوکه کوي، خو زیاته یې کړه چې پاکستان او افغانستان به په ګډه سره د دواړو هیوادونو پر «ګډه پوله» تروریزم ته ماتی ورکوي.

نوموړی چې دا وخت د امریکا په سفر دی، په مطبوعاتي کانفرانس کې وویل چې د سږ کال پسرلی به ډیر ستونزمن وي.

ولسمشر اشرف غني چې د جنجالي انتخاباتو وروسته د ګډ حکومت په مشرۍ باندي تر ټاکل کیدو وروسته د خپل سیال ډاکټر عبدالله سره د حکومت شریکېدو ته مجبوره شوی، امریکا ته هم د خپل پخواني سیال او اوسني شریک سره په ګډه سفر کوي.

نوموړي تر لوړي اخیستلو وروسته په لومړی ورځ د امریکا سره هغه تړون امضا کړ، چې پخواني ولسمشر ورته د غلامۍ د تړون خطاب کړی وو، او همداسي هغو جنجالي شپنیزو عملیاتو ته اجازه ورکړه چې پر سر یې حامد کرزي د امریکا سره خپلي اړیکي خرابي کړی وی.

اشرف غني د امریکا څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې خپل د قواوو شتون نور هم وځنډوي، او د افغاني ځواکونو تر څنګ د طالبانو او مخالفو وسلوالو په خلاف جګړې ته ادامه ورکړي.

اشرف غني به ننۍ مطبوعاتي غونډه کې دا هم وویل چې دوی تر اوسه د طالبانو سره په مخامخ خبرو نه دي بریالي شوي، خو زیاته کړه چې د خپلو ټولو ګاونډیانو سره په سلا مشورو بوخت دي تر څو داسی فضا را منځته کړي، چې طالبان ددوی سره د مذاکراتو پر میز باندي کښيني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x