ولسمشر اشرف غني، او عبد الله عبد الله

اشرف غني او عبد الله: په ګڼو برخو کې د امریکا مرستو ته محتاج یو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وری ۲، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو هر یو محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله له امریکا سره د دوستۍ او همکارۍ په اړه واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې ته په شریکه لیکنه کړې.

اشرف غني او عبدالله د «امریکا او افغانستان د ایتلاف اهمیت» تر سرلیک لاندې لیکنې په پیل کې په سوله‌ ییزه توګه د واک په انتقال او له حکومت سره د امریکا په مرستو غږیدلي.

دواړو مشرانو لیکلي چې په تېرو لسیزو کې «افغانستان له امریکا او نورو هېوادونو سره یوځای د القاعده او د سیمې نورو ترهګرو شبکو سره جګړه کړې».

دوی لیکلي: «افغانستان باید په هېڅ صورت د ترهګرو د بریدونو ځای نه وي، مونږ غواړو چې امریکا سره یوځای کار وکړو».

د ګډ حکومت دواړو مشرانو په افغانستان کې د افغان ولس لخوا د امریکايي ځواکونو په وژنه هم خواشېني ښودلې، هغوی یې «زړور، د ازادۍ او سرلوړۍ مدافعین» ګڼلي.

«مونږ د امریکا له خلکو مننه کوو او مونږ د امریکا هغه زړور عسکر چې د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته [د افغانستان] په جګړو کې د ازادۍ او سرلوړۍ لپاره وژل شوي، له یاده نه باسو».

که څه هم په زیاتو نظامي عملیاتو کې اوس هم امریکايي پوځیان خپله برخه اخلي خو د حکومت دواړه مشران وايي چې له امریکا څخه افغان ځواکونو ته د نظامي عملیاتو مسوولیت انتقال یوه بریا وه او په وینا يې افغان ځواکونه په پوره مسلکیتوب خپلې دندې اجرا کوي.

اشرف غني او عبد الله عبد الله لیکي:

«مونږ له خپلو خلکو سره په کړې وعدې وفا وکړه، د امریکا ولسمشر او د ناټو چارواکو سره مو هغه ژمنه سرته ورسوله چې پس له دې به په افغانستان کې ټولې جګړې مونږ کوو».

دواړو مشرانو په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د عمومي قومندان جنرال (جوزیف کمپل) څخه نقل قول کړی چې د افغان ځواکونو جنګي وړتیا یې ستایلې او ویلي يې دي چې افغان وسله وال پوځ ښه جنګ کولی شي.

اشرف غني او عبد الله عبد الله هیله من دي چې امریکایان به افغان ځواکونو ته روزنه، لارښوونې او کومکونه ورکوي، چې په باور یې امنیتي تړون د راتلونکو څو لسیزو لپاره له امریکا سره د دوی همکاري تضمینوي.

ولسمشر او اجرایوي رئیس لیکلي چې له امریکا سره همکاري یوازې په امنیتي برخه کې منحصره نه ده، بلکې په خبره یې له امنیتي تړون ور هاخوا دوی په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې د امریکا ډیرې مرستې خوړلي دي.

دوی په افغانستان کې د امریکا په پاتې کېدو، په سیمه کې د جهادي ډلو سره په جګړه او امریکايي مرستو څو ځله ټینګار کړی دی: «مونږ د هیواد منابعو ته وده ورکوو، خو دا کار په یوازې سر نه شو کولی. لکه څرنګه چې مونږ له تروریزم سره په مبارزه کې امریکا ته محتاج یو، دغه راز په اقتصادي بیارغونه کې هم امریکايي مرستو او کومک ته اړ یو».

دواړه مشران په خپلې مشترکې لیکنه کې کاږي چې د عامو افغانانو د ژوند د ښه کیدو په نامه راغلې ډیر زیاتې پیسې عامو افغانانو ته نه دي رسیدلي. خو دواړه هیله من دي چې په راتلونکو پنځو کالو کې به ډیر څه سم شي؛ «کلیوال خلک به د صحي اوبو له څښلو برخمن شي او خلک به ښوونځيو، روغتونو، مارکیټونو او په نوې ټکنالوجۍ سمبال زراعتي ماشینونو ته لاسرسي پیدا کړي».

اشرف غني او عبد الله د خپل ډول په بې سابقې او مشترکې لیکنې کې وايي چې ضعیف حکومتونه متشددو ډلو ټپلو ته لار هواروي تر څو د ډیمکراتیکو ارزښتونو مخنیوی وکړي. خو دواړه مشران باور څرګندوي چې په نړیواله، سیمه ییزه او ملي کچه د تقسیم شوي حکومت په مټ به د تشدد پر خلاف مبارزه وکولی شي.

د ګډ حکومت مشران لیکي:

«افغانستان د افراطیت په مخنیوي کې ښه رول لوبولی. د طالبانو له کرغیړن رژیم څخه پرته، د اسلام دین په افغانستان کې د شامل او ځواکمن دین په توګه پاتې شوی، نه د متشدد دین په توګه. په افغانستان کې د ۳۶ کلنې جګړې وروسته اوس په افغانانو کې د جګړې ضد مفکوره ډیر پیاوړې شوې».

که څه هم په واشنګټن پوسټ کې دغه لیکنه د ګډ حکومت د دواړو مشرانو په نومونو خپره شوې، خو د پورتنۍ جملې د لومړۍ برخې په اړه فکر کیږی چې اجرایوي رئیس به لیکلي وي. د عبد الله عبد الله په اړه ویل کیږي چې د طالبانو په هکله نه پخلا کیدونکی دریځ لري. اما د وروستنۍ جملې په اړه فکر کیږي چې د ولسمشر اشرف غني په قلم به لیکل شوې وي؛ ځکه چې دلته ټولې جګړې په یوه تله تلل شوي دي په داسې حال کې چې اجرایوي رئیس د اتیایمو کلونو جنګ ته د «جهاد» په نامه قایل دی.

اشرف غني او عبد الله عبد الله وايي چې ممکن جګړې او تاوتریخوالی پراخ شي، خو «مونږ به هیڅکله هغه لاسته راوړنې ضایع نه کړو چې د تعلیم، صحت، ډیمکراسۍ، مطبوعاتو، مدني ټولنو او د ښځو حقوقو په برخو کې مو لاس ته راوړي دي».

اشرف غني او عبدالله ددغه مشترکې لیکنې په پای کې لیکلي چې د افغانستان تاریخ له تاوتریخوالي، قربانیو او اوښکو ډک دی. خو دواړه یو ځل بیا د امریکا د مرستو په اهمیت ټینګار کوي او وايي چې د امریکا سره ګډه همکاري افغانستان په یو داسې بریالي هیواد بدلولی شي چې د تشدد او جګړو پر ځای په کې زمونږ بچیان له عدالت او سولې څخه برخمن وي.

که څه هم د ګډ حکومت دواړو مشرانو د دولتي مډالونو تر ټومبلو او امریکا ته تر سفر پورې په هره لویه او کوچنۍ چاره کې د نیم په نیمه برخې د شریکولو کوښښ کړی، خو دا لومړی ځل دی چې دواړه مشران یوې بهرنۍ ورځپاڼې ته په ګډه لیکنه استوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د