
پاکستان او افغانستان کې زلزله وشوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۴ل): نن د هندوکش په غرونو کې زلزله وشوه چې اثر یې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ځینو برخو ته هم ورسید.
د تفصیلاتو سره سم د ریکتر پر اندازه د دې زلزلې قوت پنځه درجې بلل شوی دی، خو تر اوسه د مالي او بشري تاوانونو خبر نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان د موسم او هوا ادارې ویلي چې د زلزلې مرکز د هندوکش په غرونو کې پنځلس کیلومتره لاندي په ځمکه کي وو او زیاته یې کړه چې د خیبرپښتونخوا اوسیدونکي او د ډېورنډ کرښې بلي غاړي د افغانستان اوسیدونکو د زلزلې احساس وکړ.