افغانستان

دوستم: نوی حکومت ملي «رنګ» لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۴): د ګډ حکومت لومړي مرستیال جنرال دوستم د نوي کال د پیل په مراسمو کې وویل چې نوی حکومت ملي «رنګ» لري.

جنرال عبدالرشید دوستم، بې له دې چې ګډ حکومت «ملي» وبولي، په زغرده وویل چې دا حکومت ملي «رنګ» لري، چې ښايي پر بشپړ مليتوب به يې پخپله هم باور نه و.

دوستم د خپل کار په لومړیو کې له رسنیو سره وویل چې نوموړي وړاندې هم زرګونه طالبان له منځه وړي او اوس هم دا وس لري، چې مقابله يې وکړي، خو پرون – شنبه – يې په مزارشریف کې د نوروز د مراسمو په پیل کې وويل چې «موږ له جنګه ستړي یوو» او باید د سولې لپاره کار وشي.

عبدالرشید دوستم چې د مګړۍ د افغانستان واکدار بلل کېږي، د ګډ حکومت د نورو مشرانو په نشتوالي کې پرېمانه فرمانونه صادروي او خپل ګڼ پلویان پر دندو ګوماري، ځکه خو نوموړی پخپله وايي چې د خوښۍ ورځې يې د اشرف غني د سفر ورځې دي، چې واک ده ته ورپاتې وي.

یاده دې وي سره له دې چې دیني علماوو په پلازمېنه کابل کې د یوې پراخې غونډې په اوږدو کې د نوروز نمانځل قطعي حرام وبلل، خو ګډ حکومت يې د نمانځلو لپاره د میلیونونو افغانیو د لګښت او خوندي ترسره کېدو لپاره د تیاري خبرونه ورکړل او په ګڼو ښارونو کې لوړپوړو دولتي مسوولینو دغه ورځ ونمانځله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x