نړۍ

نيويارک ټايمز: شيعه ملېشو د سنيانو لسګونو کلي له لوټ وروسته سوځولي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وری ۲، ۱۳۹۴ل): د امريکا له لوري عراق او سوريه کې د اسلامي دولت پر مرکزونو هوايي بريدونه او د عراقي عسکرو او شيعه ملېشو له لوري د اسلامي دولت پر ضد د ځمکنيو جګړو زور د عراق او سوريې له ولسي سنيانو وځي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په يو څېړنيز راپور کې ليکلي، چې عراقي عسکر او ايران پلوې شيعه ملېشې د عراق په شمال کې د سنيانو کورونه نړوي، مالونه يې لوټي او سړي يې وژني او سپکوي يې.

د راپور ليکواله آن بارناډر وايي، چې عراقي عسکرو او شيعه ملېشو د امريکايي ايتلاف په مرسته د صلاح الدين او کرکوک ګڼې سني مېشتې سيمې نيولي او په دغو سيمو کې شيعه ملېشو د سنيانو لسګونو کلي نړولي، د دغو کليو مشران، سپين ږيري او بې دفاع ولسي وګړي يې وژلي دي.

نيويارک ټايمز د بشري حقونو د څار ادارې له قوله ليکلي، چې امريکا، عراقي حکومت او ټول ايتلافيان بايد دا خبره روښانه کړي، چې د اسلامي دولت ضد جنګېدونکې شيعه ملېشې بايد د ولسي سنيانو له وژنو راوګرځوي او بشري حقونو دا منلې، چې امريکا عراق کې د شيعه ملېشو په جرمونو او وژنو سترګې پټوي.

راپور زياتوي، چې په تکريت د عراقي عسکرو او شيعه ملېشو د عملياتو درېيمه اونۍ روانه ده او تر اوسه يې د امريکا د هوايي بمبارۍ په مرسته ګڼ کلي نيولي، مګر شيعه ملېشو د اسلامي دولت له ويستو وروسته د سيمې د سنيانو پر ضد سخت تاوتريخوالی او ظلمونه پيل کړي دي او د نيويارک ټايمز په وينا شيعه ملېشې هڅه کوي، چې د سيمې سنيانو څخه د اسلامي دولت زور وباسي او پر دغو بې دفاع سنيانو له هېڅ ډول ظلمونو سترګې نه پټوي.

د راپور ليکواله زياتوي، چې تکريت کې يې د نظامي عملياتو په مهال د بو عجيل کې يوه داسې ويډيو وليده، چې کورونه او دکانونه سوځيږي او عراقي عسکر او شيعه ملېشې خپلو وسله والو ته نارې وهي، چې «ويې سوځوئ! ويې سوځوئ!» او دوی فکر کوي، چې د سيمې خلک له اسلامي دولت سره خواخوږي لري.

نيويارک ټايمز د خپل راپور په پای کې د عيني شاهدانو له قوله ليکلي، چې شيعه ملېشو د سنيانو کورونو له سوځولو وړاندې له دغو کورونو تلويزونونه، يخچالونه، د جامو مينځلو ماشينونه، حتا د بريښنا تارونه ولوټل او بيا يې دغو کورونو ته اور اچاو او بيشمرکه ملېشې، چې عراقي ملېشو سره په ګډه د اسلامي دولت پر ضد جنګيږي نيويارک ټايمز ته ويلي، چې دوی د سنيانو ۴۷ کلي له سوځولو وړاندې لوټ کړي او له هغې وروسته يې کورونه ته اور اچولی جوماتونه او ښوونځي يې ور نړولي دي.

د یادوني وړ ده چې د تېر کال ۲۰۱۴ د اګسټ میاشتې راهيسې د امريکا په مشرۍ اردن، سعودي عربستان، بحرين، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو عربي او نړيوالو هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو درنې بمبارۍ کوي، مګر تر دې دمه يې اسلامي دولت ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو سربېره هم دغه دولت نه دی کمزوری کړی او وخت پر وخت نوي پرمختګونه کوي.

امريکايي چارواکي وايي، چې د ايتلافي هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو خپلو بمباريو ته دوام ورکوي، مګر عربي رسنۍ د عراقي ولس له قوله وايي، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف هوايي بريدونه د اسلامي دولت د مرکزونو تر څنګ د عراق پر سني ميشتو سيمو هم روان دي، مګر هيڅ رسنۍ د دوی غږ نه اوري او نه هم د بشري ټولنو کومې ادارې د دوی عرض اوريدلی دی.

ځايي خلک وايي، چې امريکا او نړيوال ایتلاف ته د عراق او سوريې ټول سني ولس د اسلامي دولت پلويان ښکاري او له همدې امله دغه الوتکې د اسلامي دولت تر څنګ د عراق او سوريې د سنيانو پر کورونو هم درنې او مرګونې بمبارۍ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

یو خپلواک ويب پاڼي ته نه ښايي چه د شيعه او سني وروڼو تر منځ د اختلاف اچولو لپاره د امریکایانو ګونګوسی خپاره کړي. نن په عراق کی شیعه او سنی يو د بل تر څنګ د داعشیانو پر وړاندي جنګيږي او د عراقی د سنیانو لخوا دا خبره چې تاسو په خپله ويب پاڼه کي خپور کړی دی هچا نه ده اورېدلې. له بله خوا تاسو همغسی چه آمريکایانو او انګلسیانو داعش دغه ترهګره ډله او د اسلام دښمنان اسلامی حکومت يادوي تاسو هم دا ډله د اسلامی دولت به نامه منلی دی هغه ډله چې آمریکایانو، اسرائیلیانو او… نور لوستل »

Hameed

حامد خانه چی په یو شی نه یی خبر هسی له ځانه خبری مکوه دا خبر بالکل درست ده ددی خبر درست والی کردی پیشمرګه ځواکونو چی په اوس وخت کی له عراقی ځواکونو او شیعه ملیشو سره دداعش په وړاندی جنګیږی تا‌ئید کړی ده او ویلی یی دی چی شیعه ملیشی باید له دی کار نه راوګرځول شی کنی دا به د عراق د آینده لپاره خطر ناک عواقب ولری دداعش د مینځ راتګ وجه په عراق کی دهمدی شیعه گانو د ظلمونو نتیجه ده څومره دښمنی چی روافض (شیعه ګان ) له واقعی مسلمانانو (اهل سنت والجماعت) سره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x