امریکايي ماشوم د ایفون لپاره؛ د مور د وژلو کوښښ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۴ل): هغه ماشوم چې مور يي ترې ایفون اخیستی و دوه ځلې د خپلې مور د وژلو کوښښ وکړ.

د کولاراډو د پلازمینې ډینیور د پولیسو پر وینا یو ۱۲ کلن ماشوم د ایفون لپاره په یوه اوونۍ کې دوه ځلې د خپلې مور د وژلو کوښښ کړی او هغې ته يې په خوړو کې زهر اچولي.

د لومړي ځل لپاره ماشوم کوښښ وکړ چې د سهار په چای کې خپلې مور ته زهر ورکړي چې د همدې موخې لپاره يي په جوس کې زهر اچولی و.

د ماشوم مور په لومړي ځل ګومان کړی و چې ماشوم ګیلاس په سمه توګه نه دی وینځلی نو ځکه خراب بوی لري او د همدې لپاره يي جوس نه دی څښلی.

ماشوم د دوهم ځل لپاره زهر له اوبو سره ګډ کړي تر څو له خپلې مور څخه ځان خلاص کړي او خپل ایفون لاسته راوړي چې دا ځل يې مور یقیني شوې چې ماشوم يي غواړي زهر ورکړي.

تر پوهیدو وروسته يې مور د پولیسو په دفتر کې خپل شکایت ثبت کړی او پولیسو هم ماشوم نیولی او زندان ته يي انتقال کړی دی.

د ماشوم مور د زیات استعمال له امله له ماشوم څخه د نوموړی ایفون موبایل اخیستی و او د ماشوم د غوښتنې سربیره يي بیا هم موبایل بیرته نه و ورکړی چې دغه عمل د ماشوم غوسه راپارولې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د