نړۍ

په ږوب کي ديوې بلې ښځي مړی وموندل سو

دږوب ښار په ختيځ کي په خورينه سيمه کي ديوې پنځوس کلنې ښځې مړی وموندل سو. دغه ښځه سنګسارسوې اومړی يې دلويې لارې له غاړي سره نږدي غورځولی وو. دسيمي خلګوپوليسوته خبرورکړاومړی يې دږوب سول اوبياسي اېم اېچ روغتون ورسول سو.

خوتراوسه نه خوڅوک په دغه تورنيول سوي اونه يې هم دفاميل اوخپلوانودرک لګېدلی دی .

تردي وړاندي هم دسباګزي په سيمه کي ديوې پنځلس کلنې پېغلې مړی موندل سوی وو، چي په مرميووژل سوې اومړی يې اوبوته غورځول سوی وو. خوچايې پړه پرغاړه وانه خيسته .

ددواړوښځومړي امانت خاوروته وسپارل سو .

رفيع الله مندوخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x