افغانستان

د ټاکنیز سیستم د سمون کمیسیون د شکريې بارکزۍ پر مشرۍ جوړ شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۴ل): له اوږدو ناندریو وروسته د شکریې بارکزۍ پر مشرۍ د ټاکنیز سیستم د سمون کمیسیون جوړ شو.

دغه کمیسیون چې د ګډ حکومت اجرايوي رییس او پلویانو يې پر جوړولو ډېر ټینګار کاوه، د امریکا تر جنجالي سفر وړاندې اشرف غني د فرمان پر صادرولو دې کمیسیون ته د ټاکنیز سیستم د سمون واک ورکړ.

د دې کمیسیون مشره شکریه بارکزۍ، مرستیال يې صدیق الله توحيدي او منشیان يې شاه سلطان عاکفي او وږمه فروغ معرفي شوي دي.

پر دې سربېره دغه کمیسیون چې په ټاکنیز سیستم او ټاکنیزو غبرګو کمیسسیونونو کې به د سمون حق ولري علي امیري، بشیر فاروق، عبدالقدیر کریاب، فیض الله ذکي، کاوون کاکړ، صبرینا ثاقب، عزیز الله رفیعي، ګل احمد مددزی او عبدالمجید غني زاده يې هم د غړو په توګه معرفي شوي دي.

ورسره جوخت د ټاکنیزو کمیسیونونو او سیستم په دې کمیسیون کې د ملګرو ملتو استازی تادامیتچی یاماموتو هم ګډون لري.

تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون ویلي و، چې د دوی په کارونو کې د سمون په پلمه نورو کسانو ته واک ورکول، د دوی په داخلي چارو کې د لاسوهنې مانا لري، خو ورسره جوخت د اجرايوي رییس پلویانو ویلي و، چې که په ټاکنیزو کمیسیونونو کې سمون رانه شي، نو پارلماني ټاکنې به وځنډېږي.

تر اوسه ورښانه نه ده، چې دغه کمیسیون به د ټاکنیزو کمیسیونونو د کومو کارکوونکو په ګوښه کولو او د چا پر ټاکلو د سمون لړۍ پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x