نړۍ

اسلامي دولت امريکايي عسکرو ته انلاين ګواښونه کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وری ۲، ۱۳۹۴ل): اسلامي دولت امريکايي عسکرو ته انلاين ګواښونه کړي دي.

اې بي سي امريکايي تلويزون د امريکا دفاع وزارت پينټاګون له قوله وايي، چې شاوخوا سلو امريکايي عسکرو ته انلاين ګواښونه شوي او د دوی په ګومان دا ګواښونه د اسلامي دولت له لوري شوي چې دوی په دې اړه خپلې پلټنې پيل کړي دي.

د اسلامي دولت پلويانو يوې ويب پاڼې د امريکايي عسکرو نوم لړ خپور کړی او د دغو عسکرو د وژلو ګواښ يې کړی دی.

د امريکا د سمندري ځواکونو وياند رسنيو ته ويلي، چې کومو عسکرو ته انلاين ګواښونه شوي، هغو ته يې امر کړی، چې خپلو بريښنايي فعاليتونو سره ډېر احتياط وکړي او خپل شخصي ادرسونه بدل کړي.

د اسلامي دولت پلوي ويب پاڼې ليکلي، چې کومو عسکرو ته يې انلاين ګواښونه کړي، دغو عسکرو د اسلامي دولت ضد جګړو او هوايي بريدونو کې برخه اخيستې ده.

امريکايي عسکرو ته د انلاين ګواښ په پای کې دغې ويب پاڼې امريکا کې د اسلامي دولت له مېشتو پلويانو غوښتي، چې بايد ژر تر ژره خپلې وروستۍ پرېکړې ته ورسيږي او د يادو عسکرو پر ضد خپلې چټک عمليات پيل کړي.

دغې ويب پاڼې ليکلي، چې دوی د سلو امريکايي عسکرو، انځورونه، د ټولنيزو شبکو ادرسونه، اېمېلونه، د ګوتو نښې او نور اړين معلومات تر لاسه کړي او ډېر ژر به دغه عسکر له تېغه تېر کړي.

له تېر يو کال راهيسې اسلامي دولت پورې تړلو هيکرانو د امريکا دفاع وزارت او ګڼورو لوړپوړو افسرانو ايمېلونه، رسمي او شخصي ټولنيز ادرسونه څو ځله هېک کړي او امريکايي عسکرو ته يې د مرګ ګواښونه کړي دي.

امريکايي چارواکو خپلو ټولو عسکرو ته امر کړی، چې خپلو بريښنايي فعاليتونو سره جدي پاملرنه وکړي او د اسلامي دولت له لوري يې انټرنيتي ګواښونه او جګړه يو ستر خطر ګڼلی دی.

اسلامي دولت انټرنيټي جګړه هم وګټله

د امريکا ولسي جرګه کې د کورني امنيت د کميسيون مشر مايکل مککاول« Michael McCaul » ويلي، چې اسلامي دولت د نظامي جګړې تر څنګ انټرنيټي جګړه هم وګټله.

مايکل مک کاول څه موده وړاندې د امريکا پارلمان ته د خبرو پر مهال وويل، چې اسلامي دولت لويديځو هېوادونو کې د انټرنيټ پر مټ خلک ځانته وربولي او د خپلو حکومتونو پر ضد یې وسله وال پاڅون ته هڅوي.

مايکل مک کاول زياته کړه، چې دغه انفرادي بريدونه د لويديځو هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی او مخنيوی يې ناشونی دی.

مايکل مک کاول په دې اند دی، چې دا مرموز بريدونه اسلامي دولت د انټر نيټ په واسطه ترتيبوي.

نوموړي زياته کړه، چې لويديځو هېوادونو کې د اسلامي دولت پلويان د انټرنیټ له لارې په پټو او خوندي ځايونو کې سره يو ځای کيږي او دوی به خپلو دغسې بريدونو ته دوام ورکوي او د داسې بريدونو مخنيوی ډېر ناشونی دی.

مايکل مک کاول وایي، چې د لويديځ پر ضد د نظامي جګړې تر څنګ انټرنيټي جګړه هم اسلامي دولت وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x