نړۍ

کوټه: دناټو ځواکونو لپاره تیل وړونکو ټانکرانو ټرمینال باندی برید ترسره شو

(نن ټکی اسیا ډیسمبر۲۰۱۱/۰۷) له اوس څخه څوشیبي مخکي دبلوچستان ایالت سرښار کوټه کی دناټو ځواکونولپاره تیل وړونکو ټانکرانو ټرمینال دنامالومو وسلوالو ترسخت برید لاندی راغي.

په کوټه کی دپولیسو یوه لوړ رتبه چارواکي، ملک ارشد له رسنیو سره خبرو پروخت وویل، نامالومو وسلوالو کسانو دغه ټرمینال دسپکو اودرنو وسلوتربرید لاندی راوستي چي له امله یی په ټرمینال کی تم ۲۰ عرادي دتیلو ټانکران وسوځول شول، نوموړي زیاته کړه تراوسه پوری لا له سوځول شویو ټانکرانو څخه داورلمبي پورته کیږي.

ارشد وویل له بیړنیو پیښو سره دمبارزي ډله دپیښي ځای ته رسیدلی ده او داور په وژلو یی لاس پوري کړی دي، هیله ده چی ژر دغه کسان داور په وژلو باندی قابو ومومي.

دیادولو وړ ده چی تیره ورځ ددغو ټانکرو مالکانو له حکومت څخه غوښتنه کړی وه چی زمونږ موټري په خطرکی دي یاخو دی مونږ ته اجازه وکړي چی مخ دافغانستان په لور لاړ شو او یادی راته ووایي چی بیرته دخپلو کورونوپه لور حرکت وکړو، ځکه دغه ځای کی مونږ ډاډه نه یو کیدای شي چی ترکوم برید لاندی راشو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x