ټولنیزه برخه

پر روح د تکبر اثرات

لیکوال: حامد

تکبر انسان دلېونتوب او غلطي رویې په لور بیایي ، هغه کسان چي د فخراوچل ول په حال کي اوسي په خپل ځان کي یوه توره نړۍ زېږوي ، داسي یوه توره نړۍ چي دغلطي کولو، بدنامېدو، شاته پاته کېدو، شک ، نفرت ، قهراو لېونتوب څخه ډکه ده. ددماغ دغه حالت ددوی حوصلې کموي او عمر یې په چټکۍ سره ورزیاتوي ، داددوی پر نفساني او جسماني جوړښت سخت اغېز کوي.

دغه کسان په روحي توګه دنوروپه پرتله کمزوري وي ، ساړه وي ، ددوی څخه د ښو اداءګانو ، میني ، صفت یا د حوصله افزایي توقع ناممکنه ده.

ددوی په حضورکي نوروکسانوته خوښي او خندا محاله وي ، په هرځای کي چي داسي کسان وي هلته جنګونه ډېر ژرعامیږي. دمغرور خلګوکړني تل پدې نیت وي چي څنګه دنوروپه نظرونوکي ځان لوړوښیئ په همدې وجه دوی په غلطي کولو کي دنورو په پرتله زیاته وېره لري ، دوی تل داغواړي چي خلګ يې خوښ کړي په همدې وجه دوی هره ګړۍ او هره لحظه د په ځان کولو هڅه کوي او هروخت په ټاکلي اومقرري طریقې سلوک کولو کي محتاط اوسي ، کله هم چي دوی په یوې غونډي کي شرکت کوي نوترټولو زیات د متاثره کوونکو مقررینو د اوسېدو هڅه کوي ، ښې جامې اغوستل ، ترټولو زیات په مؤثرډول راتلل ، او دنوروتوجه ترټولوزیات دځان په لوردراړولوهڅه کوي ، همدوی تل په جذباتو کي اوسي ، ددوی رویه هیڅکله هم ریښتینې او حقیقي نه وي ، ددوی سره تل دغلطورویودنتایجوپه اړه خوف وي ، دوی ته داسي ښکاري چي دوی هیڅکله هم غلطي نه کوي او کله چي دوی ته ددوی غلطي په نښه کیږي نو فوراً د هر الزام څخه د بري کېدوهڅه کوي. ترتنقیدلاندي راتلل داسي دی چي مغرورخلک ورڅخه سخته کرکه کوي ، کله چي پردوی انتقاد کیږي سخت په غصه کیږي او یوعجیبه رویه اختیاروي ، دوی خپل وقارته دتاوان رسېدوپه اړه شديد مشوش وي ، دوی فکر کوي چي پر دوی انتقاد کیږي نو خلګ ورباندي خاندي اوذلیله کیږي ، خپلي رویې مصنوعي جوړوي ، مسلسل بې راحته وي ، په زړونو کي یې دهغه چاپه اړه کینې او رخې ځای نیولی وي چي ترده په استعداد کي لوړوي. مغرور کسان دافکرکوي چي ددوی کوم ښه خصوصیات دي دادوی کمال دی او په خپل استعداد یې ترلاسه کړي.

د مثال په توګه : دوی دافکرکوي چی ددوی ذهانت ددوی زېږنده دی ، ددې پرځای چي دوی ووایي داهرڅه دالله تعالی ورکړه ده چي ده ته یې دا تېز ذهن داسترګي او داهرڅه چي دی ترې استفاده کوي ټول دالله تعالی ورکړه ده او داچي شکروباسي د کفران لارغوره کوي او هر څه ځان ته منسوبوي او د ځان لپاره یې د فخرباعث ګرځوي ، په همدې سبب دوی خپل ملګروته په ښکته نظر ګوري ، ځکه یې ملګري ډېرجالب اوپه زړه پوري نه مومي او ورڅخه د لیري کېدوهڅه کوي او دا په دې معنی چي متکبرین هیڅکله ریښتیني او دیانتداره ملګري نشي موندلای چي ددوی لپاره دیوې ریښتیني میني احساس په زړه کي ولري او خپله هم دنورو په اړه دخپلي میني اظهارنشي کولای ، دوی تل داغواړي چي ددوی سره مینه وشي ځکه دوی دا فکرکوي چي ترنورو افضل دي او دنورو دښایست ، ذهانت ، عقل او اخلاقي اقدارو يا دهغوی دمال په اړه حسد کوي او ملکیت ته یې دحسد په نظرګوري ، که چیري داسي څوک موجود وي چي تردوی یې استعداد او خصوصیات لوړوي نو فوراً له هغه ځایه دوتلوهڅه کوي ، ځکه هم دوی تل له ملګرو لیري پاته ، دمصیبتونو او ذهني امراضوسره مخ او حتی په عباداتو او دالله تعالی سره دراز او نیازپه شریکولو کي پاته راځي او هیڅکله دافکرنه ورسره راپیداکیږي چي متکبرذات بل دی هغه چی دوی يې پیداکړي او ده ته یې ترټولو مخلوقاتو شرف او عزت ورکړی ، لویي له هغه سره ښایي ، هغه دآسمانونو پیداکوونکی ذات دی ، هغه ځمکه دده لپاره فرش ګرځولې او له همدې ځمکي ده ته رزق ورکوي او پر ده به بیا داسي ورځ هم راولي چي دی به د ځان په لورورګرځوي تکبر او لویي به یې له خاورو سره سمیږي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close