د امت لويان

د حضرت عمر (رض) د ژوند ۱۰۰ کیسې (۱)

محمد طارق فاروقي

د حضرت عمر (رض) لنډه پېژندنه

کنیه يې ابو حفص او نوم یې عمر بن الخطاب (رض) بن نفیل، بن عبد العزی، بن ریاح، بن عبدالله بن قرط، بن زراح، بن عدي، بن کعب بن لؤی، بن غالب القرشي العدوي امیرالمؤمنين. د اسلام دوهم خليفه، د فتوحاتو سراعلی قومندان او هغه شخص چې الله (ج) د ده په وسیله د اسلام مقدس دین ته عزت ورکړ او د مسلمانانو غمونه یې لرې کړل.

هغه څوک چې الله (ج) د ده د تورې له برکته حق له باطل څخه جدا کړ، هغه شخص چې څو ځل د قرآن کریم وحي د ده له نظرسره سم نازله شوه.

tariq farooqi
لیکوال: محمد طارق فاروقي

شیطان هر وخت له ده څخه تېښته کوله، هیڅ وخت د ده مخې ته نه ورتله، د سختو ورځو یار، له بېوزلو خلکو سره کومک کونکی، په ټولو غزواتو کې د پېغمبر(ص) سره اوږه په اوږه ګډون کوونکی، په حق کې نرم، او په باطل کې توند او د هیچا ملامتي يې نه منله.

ډېر زړه سوونکی شخص چې اوښکي به یې ډېر زر جاري کېدلې، الله (ج) د ده په ژبه تل حق جاري کړی و.
د فيل له کال څخه ديارلس کاله مخکې زېږېدلی و او نسب يې له پېغمبر صلی الله علیه وسلم په کعب بن لؤی بن غالب کې يوځای کېده.

له هجرت څخه ۵ کاله مخکي د اسلام په مقدس دین مشرف شو او اسلام یې ومانه.

د حضرت عمر (رض) فضايل او هغه ته د پېغمبر (ص) دعا

د ده په اړه پېغمبر (ص) دعا وکړه، چې یا الله! یو له دوه عمرينو نه چې کوم یو تا ته ډېر ګران وي، په هغه باندې اسلام ته عزت ورکړه، عمر بن هشام (ابوجهل) او یا عمر بن الخطاب.

چې له دې دواړو عمرينو نه الله (ج) ته عمر بن الخطاب (رض) ډېر ګران و او د ده په مسلمانېدو اسلام یو نوی رنګ پیدا کړ، مسلمانانو یو دم د الله اکبر ناره پورته کړه.

د حضرت عمر (رض) د فضایلو په باره کې ډېر زیات احادیث راغلي، خو زه يې یو څو د نمونې په توګه بیانول غواړم.

پېغمبر (ص) فرمايلي: (الله (ج) د عمر په زړه او ژبه حق جاري کړی). احمد ۵/ ۱۴۵.

همدا رنګه یې فرمايلي: (که چېرته له ما نه وروسته پېغمبر راتلای، نو هغه به حتما عمر و). احمد ۴/ ۱۵۴. ترمذي ۵/ ۶۱۹.

بل ځای یې فرمايلي: (زما دوه وزیران په اسمان او دوه وزیران مې په ځمکه کې دي، د اسمانونو وزیران مې جبرائيل (ع) او میکائيل (ع) دي، او زما دوه وزیران په ځمکه کې، ابوبکر (رض) او عمر (رض) دي). ترمذي ۵/ ۶۱۷.

همدا راز یې فرمايلي: (زه ګورم چې انسي او جني شیطانان له عمر (ض) نه تېښته کوي). بخاري ۳۶۷۶.
د اسلام څلورم خليفه حضرت علي (رض) فرمايلي: «له پېغمبر (ص) نه وروسته د دې امت غوره کسان، لومړی ابوبکرصدیق (رض) دی او بیا ورپسې حضرت عمر (رض) دی. بخاري ۶۸۳۴.

نور بیا…

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Habibullah bahar

امريکا او افغان رهبران: ايا افغان رهبران په اوسني وخت کي خپلواک دي که دامريکا تر واک لاندي دي؟ لومړى انتخابات، دافغانانو سرنويشت امريكا او دهغوي نااهله ټاکي زموږ دافغانانو هغه نظر چي ولسمشر د دوي په رايو باندي کامياب شو غلطه خبره ده بلکي ولسمشر دامريکاپه خوښه وټاکل شو که داسي نه وي بيا ولي ډاكتر عبدالله عبدالله ريس اجرائېه وټاکل شو او داکار دقانون خلاف عمل دى، دري شپيتمه ماده داساسي قانون کي داسي راغلي، جمهور رئيس دکارترپيل دمخه، دځانګړې کړنلارې سره سم،چې دقانون له ليارې تنظيمېږي،دلاندې لوړه يادوي :دلوى خداى ج په نامه لوړه کوم چې د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close