ایمن الظواهري : په لاهور کې تښتول شوی امریکایې له موږ سره دي
دالقاعده دډلې مشرایمن الظواهري ویلي چې دپاکستان په لاهور ښارکې تښتول شوی امریکایې (واین اسټاین)، ددوي له تنظیم سره دي. الظواهري په خپل نیم ساعته ویډیویې پیغام کې په لویدیځوالو غږ کړیدي چې که په افغانستان، یمن او صومالیه خپلې حملې ودروي او د شیخ اسامه دکورنۍ ټول غړي ازاد کړي نو په بدل کې به یې نوموړی امریکایې تبعه خوشی کړي .
ایمن الظواهري د اویا کلن امریکایې (سټاین) دخوشې کولو لپاره اته نکاتي وړاندیز کړی چې پکې دعمرعبدالرحمان ، رمزې یوسف، سید نصیر چې په نیویارک کې د ستمبر دیولسمې د حملې په تور له امریکاسره بندیان دي، دالقاعده دلوړپوړي مشر ابومصعب السوري دخلاصون غوښتنه شوې .
ظواهري په خپل پیغام کې دنوموړي امریکایې کورنۍ ته ویلي چې په امریکایې ولسمشر اوباما دې مجبور کړي چې ددوي غوښتنوته غاړه کښېږدي .
دیادونې وړده چې نوموړي امریکایې (واین اسټاین) اویا کاله عمرلري،او دیوې ساختمانې کمپنۍ غړی و چې دروان کال داګست په ۱۳ مه دپاکستان دلاهور ښار په ختیځ کې له خپل کور نه وتښتول شو .
محب وثیق