د امت لويان

د حضرت عمر رض د ژوند ‍۱۰۰ کيسې (۲)

محمد طارق فاروقي

تېر پسې

هغه کارونه چې بنیاد يې حضرت عمر (رض) ايښی دی

هغه کارونه چې د لومړي ځل لپاره حضرت عمر (رض) پيل کړل:

۱- هغه تن چې په ښکاره توګه يې هجرت وکړ.

۲- هغه کس چې تر ټولو وړاندې اميرالمومنین ونومول شو.

۳- هغه شخص چې د لومړي ځل لپاره يې هجري تاريخ رامنځته کړ.

۴- هغه لمړی تن چې مسلمانان یې د روژي مبارکې میاشت، د ټولو شعائرو د تطبیق لپاره راټول کړل او اته رکعته تراویح یې شلو رکعتونو ته پورته کړې.

tariq farooqi
لیکوال: محمد طارق فاروقي

۵- هغه لمړی شخص چې د قرآن کریم د راغونډولو لپاره يې زیار ویستلی.

۶- هغه شخص چې د قرآن کریم حافظانو ته یې د لومړي ځل لپاره جائزي ورکړې.

۷- هغه تن چې بې وزلو او زړو ذميانو ته يې جزیه وبښله.

۸- هغه کس چې د لومړي ځل لپاره يې اهل ذمه له مسلمانانو جلا کړل او د دوی پرغاړو یې مهرونه ولګول.

۹- هغه تن چې پوځي خدمات یې پر ټولو مسلمانانو جبري کړل.

۱۰- هغه شخص چې د پوځي قاضیانو ګډون يې په ټولو غزواتو کې جبري کړ.

۱۱- هغه کس چې رسمي دفاتر يې رامنځته کړل.

۱۲- هغه شخص چې د ټولو مامورینو شتمنۍ یې په رسمي دفاترو کې ثبت کړې.

۱۳- هغه تن چې د پوځ لپاره یې رسمي رتبې ایجاد کړې.

۱۴- هغه کس چې د نامسلمانو تاجرانو د تجارت لپاره يې قوانین ایجاد کړل.

۱۵- هغه شخص چې د اسلامي خلافت تر چترلاندې ښارونو کې يې د مسافرو لپاره ځانګړي میلمستونونه جوړ کړل.

۱۶- هغه کس چې ټولو مسلمانانو ته یې له بیت الماله معاشونه وټاکل.

۱۷- هغه کس چې د شپي له خوا به پرلارو او کوڅو ګرځېد او د خلکو له احوال څخه به یې ځان خبراوه.

لمړۍ کیسه

هغه ښځه چې الله (ج) یې خبره واورېده

دغه ښځه په داسې حال کې چې په ملا کړوپه او امسا يې لګوله، روانه وه، حضرت عمر (رض) یې له یوې ډلې کسانو سره ولید، هغه یې له دې ډلې څخه جلا کړ، پر اوږه یې لاس ورته کیښود او په کمزوري غږ یې د خپلې اړتيا خبرې ورته پيل کړې.

حضرت عمر(رض) په ډېر عاجزانه ډول د ښځې ټولو خبرو ته غوږ شو او د هغې ټولې ستونزې یې جلا جلا واورېدې.

کله چې حضرت عمر (رض) بېرته ډلې ته ورستون شو، نو یو تن ورته وویل: ای امیرالمؤمنینه‍! تا د یوې بوډۍ ښځې لپاره د قبيلو ټول مشران په انتظار کې ودرول؟

حضرت عمر (رض) په ځواب کې ورته وویل: افسوس ستا پر حال، ايا ته دا ښځه نه پېژنې؟

بیا حضرت عمر (رض) وویل: دا هغه ښځه ده چې د دې خبرې الله (ج) له اوو اسمانو پورته واورېدې، دا خوله د ثعلبه لور ده.

د الله (ج) په ذات مې دې قسم وي، که چېرته دې ښځي ما ته تر شپې پورې هم خبرې کړې وای، نو زه به هیڅ کله ترې نه وای راغلی، تر څو چې د دې ښځې ټولې اړتياوې مې پوره کړې نه وای.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x