انټرنیټ اکسپلورر (Internet Explorer) په رسمي ډول له منځه ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه ۱۳۹۴ل): انټرنیټ اکسپلورر د نړۍ یو له مشهورو براوزرونو څخه دی چې څو میلیونه کاروونکي لري.

له شلو کلونو پدیخوا دغه براوزر کاروونکو ته وړاندې کیږي خو مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی چې په رسمي بڼه به دغه براوزر ته د پای ټکی کیږي او پر ځای به يي نوی براوزر کاروونکو ته وړاندې کړي.

په دې وروستیو کې د ټکنالوژي بازار ته ډیر داسې برازرونه وړاندې شوي چې د مایکروسافټ کمپنۍ پخوانی براوزر انټرنیټ اکسپلورر يي په وړاندې مقاومت نشي کولی.

اوسمهال د انټرنیټ په نړۍ کې ګوګل کروم (Google Chrome) او موزیلا فایرفاکس (Mozilla Firefox) هغه برازرونه دي چې ډیر کاروونکي لری.

مایکروسافټ کمپنۍ ویلي چې د انټرنیټ اکسپلورر (Internet Explorer) پر ځای به نوی براوزر د سپارتان په نوم کاروونکو ته وړاندې کړي کوم به چې کولی شي ګوګل کروم (Google Chrome) او فایرفاکس (Mozilla Firefox) سره رقابت وکړي.

دغه نوی براوزر به د مایکروسافټ کمپنۍ نوی وینډوز سره کاروونکو ته وړاندې شي. مایکروسافټ کمپنۍ غواړي خپل نوی براوزر سپارتان له وینډوز ۱۰ سره کاروونکو ته روان دوبی وړاندې کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نصیب الله بهیر
میلمه
نصیب الله بهیر

تاسو ډیر شه معلومات پورته کوی خو که عامل سیستم یا OPERATING SYSTEM په اړه معلومات ولیکی نو نو دیر به شه وی

حق جو
میلمه
حق جو

یاره کاشکې یي دغه براوزر نه ختمولی دا څو کاله انټرنیټ کاروم او له فایر فوکس نیولې تر کروم او وپیرا مې ټول تجربه کړل خو دومره ساده او بي جنجاله براوزر مې ونه لید لکه اکسفلورر نن سبا چې ساده او طبعي شوې نو چلښت نلرې د اکسفلورر ګناه هم همدا ده