نړۍ

(د نیشن): واشنګټن له پاکستان مخالفه طالبانوسره پټي اړیکي نیولی دي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۰۱) يوي پاکستاني انګریزي ورځپاڼي (دنیشن) راپورخپور کړی دي، راپورکی راغلي دی وایی له هغه څخه وروسته چي پاکستان دبون په کنفرانس کی له برخي اخیستلو څخه ډډه وکړه، واشنګټن له پاکستان مخالفو طالبانو سره اړیکي نیولي ترڅو په سیمه کی دپاکستاني حکومت مخالفت کونکي طالبان ددغه هیواد په خلاف په اعتماد کی واخلي.

ورځپاڼه وړاندي لیکی چی دباوري سرچینو له لوري خپرورکړل شوي چی تیره هفته کله چی په افغانستان کي دناټو ځواکونوله لوری پاکستاني امنیتی پوستي تربرید لاندی راغلي چي د دوو فوځي چارواکوپه شمول ۲۴ کسه عسکر ووژل شوو، امریکایی چارواکوپه افغانستان کی میشتو پاکستاني طالبانو له قومندان مولانا فضل الله سره پټي لیدنی کړی دي، او نوموړي یی هڅولی دي چی پاکستان کی ددغه هیواد دځواکونوپه وړاندي خپل فعالیت ته نور زور وکړي.

ورځپاڼه لیکی چی له افغانستان سره پرپوله باندی پاکستاني عسکر له هغه څخه وروسته تربرید لاندی راغلو کله چی دپاکستاني فوځ لوی درستیز جنرال پرویز کیاني دامریکي دمتحده ایالاتو له لوري هغو غوښتنو ته مثبت جواب ونه وایو کوم چی دامریکي حکومت له پاکستانی حکومت څخه په وار وار غوښتنه کوله چی په شمالي وزیرستان کی دي دوسلوالو په وړاندي په وسلوالو عملیاتو لاس پوري کړي.

کیاني له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل په شمالي وزیرستان کی دوسلوالو په وړاندی وسلوال عملیات به دامریکي دمتحده ایالاتو په امر ونکړو، بلکه خپله پاکستانی حکومت او فوځ چی څرنګه لازمه وبلله په اقدام به لاس پوري کړي، نوموړی وړاندي وویل دامریکي له حکومت سره دبرابری اومساواتو پر بنیاد اړیکی غواړو، په هغه صورت کی به دامریکي دحکومت غوښتنو او لارښوونوته سرټیټ نکړو چیري چی زمونږ ملي ګټوته زیان رسیږی او قومی وقار اوغیرت مو له ګواښ سره مخ کیږي.

په پاکستانی انګریزي ورځپاڼه (دنیشن) کی خپاره شوي راپورکی لیکل شوی چی دناټو ځواکونو او امریکایی عسکري سرچینو و مولانافضل الله او له نوموړی سره نور ملګري کوم چی دغه پټه ناسته کی یی برخه لرله دی ته تیارکړی دی چي دامریکی له حکومت سره دی دسولي په پروسه کی له دغه هیواد او همدارنګه دافغانستان له حکومت سره مرسته وکړي، اودخپلو ټولو وسلوالو بریدونه مخ دی دپاکستان په لور ور واړوي.

راپورکی راغلی چی دغه خبریی له ډیرو باخبروسرچینو څخه دنوم دنه اخستلو په شرط ترلاسه کړي دی، ورځپاڼه لیکی له پاکستان سره پرپوله باندی دامریکایی ځواکونو زیاتوالي او حرکتونو شمالی وزیرستان نورزیات له ناکراری سره مخ کړي ده، اوپه سیمه کی  ددغه هیواد په وړاندی وسلوال تاو اوتریخوالي نورزور اخیستی دي.

راپور کاږي داڅرګنده خبره ده چی دپاکستان حکومت او فوځ په وار وار په افغانستان کی له نړیوالو ځواکنو او افغاني حکومت څخه غوښتنه کړی ده چی دمولانا فضل الله په وړاندی دی په کوم اقدام لاس پوري کړي، خوتراوسه پوری له دواړو لورو څخه نه دنړیوالو ځواکونو اونه هم دافغانستان ددولت له لوري ورته مثبت جواب ورکړل شوی دي.

راپورکی راغلي وایی که دامریکي دمتحده ایالاتو حکومت له پاکستان څخه غوښتنی لري او له دغه هیواد څخه دخپلو غوښتنو دپوره کولو هیله کوي ، نو له بله لوري دغه هیواد هم دامریکي له متحده ایالاتو څخه ورته غوښتني لري، داچي امریکا له پاکستان څخه دخپلو غوښتنو دپوره کولو مطالبه کوي، نوله دغه لوري چی کومي غوښتنی دامریکی دمتحده ایالاتو وحکومت ته وړاندی کیږي ددغو غوښتنو دی هم څه ناڅه احترام وشي.

راپورکی راغلي چی امریکا په سیمه کی دوه مخی سیاست لوبوي، له یوه لوري څخه پرپاکستانی حکومت او فوځ باندی تورلګوي چی هیواد کی یی ترهګرو او طالبانو ته خوندي ځایونه ورکړی خوله بلي خوا څخه بیا دپاکستان مخالفو طالبانو ته ډالري او وسلي ورکوی ترڅو ددغه هیواد په خلاف یی استعمال کړي.

که څه هم پاکستانی فوځ دغه خبره چی له وسلوالو طالبانوسره خبري وشي اوکه نه دپاکستان وحکومت ته پریښي یی ده ، خو مونږ وینو چی دناټو ځواکونو له لوری وهغو وسلوالوته کوم چی ددغه هیواد مخالف دی خوندی ځایونه ورکړل شوی دي، او دپاکستان ومخالفت ته هڅول کیږي مرستی او کمک ورسره کیږي.

ورځپاڼی وړاندی لیکی داچی دروانی میاشتي پرپنځمه نیټه به دجرمنی هیواد دبون په ښارکی د ۹۰ هیوادونو داستاځو له لوري غونډه رابلل کیږی دغه غونډه کی به غربي او سیمیز هیوادونو په جنګ ځپلی افغانستان کي دسولی اوامن پرلارو چارو باندی ږغږیږی، ورځپاڼه لیکی دغه غونډي کی دپاکستان هیواد حضور لازمی دی اوددغه هیواد داستاځي نه موجودیت به پردغه غونډه باندی منفی اثروغورځوی، دغه غونډه کی به دسمیزو او غربي هیوادونو استاځی برخه اخلی، حال داچی له وړاندی څخه له ځینو مهمو سمیزو هیوادو لکه چین، روسیه او ایران سره له افغانستان څخه دامریکایی ځواکونو دوتلو دشکمنی ستراتیجی په اړه تحفظات ورسره دی.

په روانه لسیزه کی دبون په ښارکی دافغانستان په اړه رامنځته کیدونکی دوهمه غونډي کی دطالبانو ګډون اوبرخه لرل لا له پخواڅخه ترشک لاندی دی، ځکه دافغانستان حکومت وایی چی دغي غونډی ته به یواځی دافغانستان دحکومت استاځی ورځی، ولی ځینی اروپایی هیوادونو بیا وایی دبون وغونډی ته دطالبانو استاځی هیم باید راوغوښتل شی، حال داچي دطالبانو مشر ملامحمد عمر لدی څخه مخکی وافغانی اولس ته داختر دمبارکی په پیغام کی دبون دغونډی یادونه کړی وه، او دغه غونډی ته یی دطالبانو داستاځو داستولو مخالفت کړی وو.

راپور کی راغلی چی ددغی غونډی مشري به دافغانستان اولسمشر حامد کرزي کوی، ښاغلي کرزي به دغه غونډي دنوموړی له لوری ټاکل شوی ډله ورسره بوزي چی دابه داسی ډله وی کوم څوک چی دافغانی اولس رښتنی استاځیتوب او نمایندګی نه شي کولی.

ورځپاڼه به اخیر کی لیکي چی دامریکی دمتحده ایالاتو له لوری روانو هلوځلو مقصد دادی چی پاکستاني چارواکو باندی نور زور راولی چی په هرډول وی دامریکی له لوری وړاندی شوی او رامنځ ته شوی ستراتیجی په ړندو سترګو ورسره ومنی، اوددغه سټراټیجی دپلی کولو لپاره پاکستان باید په سیمه کی له خپل هدف او ملی ګټو څخه تیرشي.

راپور: پاکستانی دنیشن انګریزي ورځپاڼه

ژباړه:    بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x