نظــر

د شاه دوشمشیره غمیزه او پټ لاسونه

لیکوال: کریم نجیمي

انسان یو داسی مغلق مخلوک دی چی څو بعدی شخصیت لری درست لکه رنګین تصویر چی د څو رنګونو د ترکیب نه لاس ته راځی. داسی انسان هم په خپل ظاهری وجود کی څو بعدی شخصت، یا مجموعه د شخصیتونو لری، چی دخاص زمان او مکان مطابق یی  شاید داسی بعدونه ظاهر شی چی کله هم نوی تری ظاهر شوی.

زه د یو مسلمان په صفت د هر هغه دینی اهانت په مقابل کی شاید دومره جدی برخورد و کړم لکه هر بل متدین او مومن مسلمان یی چی شاید و کړی.
خو په بل اړخ کی همدومره مهربانه او عاطفی یم لکه بعضی دوستان چی سړی ګوری.

د شاه دوشمشیره ولی د زیارت پيښی دومره ځورولی یم چی حد یی نه شم تعینولی. د لومړی ورځی نه قدم په قدم ټول راپورونه او شواهد تعقیبوم.

په لومړیو حالاتو کی ترهغه چی موضوع درسته روښانه نوه، صرف د یو آفاقی خبر په اوریدلو سره د افغانستان مسلمانانو دوه صفونه و نیول.  لومړی هغه کسان وو چی د قران کریم د سوځیدو او اهانت خبر ټکان ورکړی وو او د فاعل په مقابل کی یی د سخت غبرګون ښودلو طمعه درلوده. دا مسلمانان بدون له دی چی پوه شی چی دا فاعل نردی که ښځه، تور دی که سپین، ځوان د که زوړ، خو بس دا کرغیړن عمل یی چی کړی نو باید د سخت غبرګون سره مخامخ شی.دی خلکو یوازی او یوازی د ایمان او عقدی په اساس صف نیولی دی او پدی کی بل هیڅ دلیل نشته.

بله ډله افغانان چی اکثریت یی سکولران او یو تعداد مسلمانان هم پکی شامل دی، د فرخندی د وژلو خبر ټکان ورکړی او غبرګون یی ښودلی. سکولران خو بیشکه چی په پوره سستماتیک شکل او په عقدوی ډول پدی صف کی دریدلی. مګر یو تعداد مسلمانان چی پدی صف کی ورسره و دریدل، هغه به د عاطفی او ترحم په اساس وی.

البته باید هیر نکړو چی په لمړی صف کی عام افغانان او په دوهم صف کی چارواکی زیاد ترسترګو کیږی چی دا بیل بحث دی ؟

پیښه واقعا ډیره دردونکی وه، او میډیا هم هغه ویډیو ګانی چی اخستل شوی بار بار نشروی چی سړی ډیر پری خوږیږی.

دلته یو سوال دا رامنځ ته کیږی چی ولی په اکثر مواردو کی به تلویزیونونو په داسی تصویرونو او ویډیوګانو پردی اچولی، سانسوریدل به او دا پیښه بدون د سانسور او پردی نشر کیږی؟ او بار بار د هری ورځی په خبرونو کی نشر کیږی؟

د لومړی ورځی اخبار دا وو چی فرخنده چی ۲۷ کاله عمر لری په عصبی ناروغی اخته ده، لکه د هرځل په څیرچی په داسی مواردو کی دا بهترینه وسیله او بهانه وی. ټولو دولت مردوانو په یوه خوله دا مریضه معرفی کوله، میډیا خو ترټولو مخکی دا لقب ورته ګټلی وا چی فرخنده ۱۶ کاله کیږی چی عصبی ناروغه ده.

دا ځکه چی حالات لومړنی وو، تحقیقات نه وو شوی. تصور داوو چی ۲۷ کلنی فرخندی خو قران کریم ته اور ورته کړی خو چی اوس په څه بهانه برایت ورته واخستل شی.

اوسنیو چارواکو، پخوانیو چارواکو، وکیلانو، ژورنالستانو او داسی نورو ستونی شکول چی فرخنده ناروغه ده او دا کار ښکاره ظلم تیری او د قانون په لاس کی اخستل دی.

خو اوس خبره بل رقم شوه. د فرخندی پلار وایی چی کله دا واقعه رامنځ ته شوه. موږ ته تلفون وشو چی داسی یوه واقعه شوی، او تاسی باید عاجل مصاحبه ورکړی او فرخنده لیونی او عصبی ناروغه معرفی کړی کنی خلک به په کور حمله دروړی او له منځه به لاړ شی. او حتی دا یی راته وویل چی تاسی باید دا ځای تخلیه کړی او کډه و کړی چی بیا د کوڅی خلکو مخالفت و کړو او موږ ته یی وویل چی هیڅ چیری نشی تلی همدلته به وی او څوک به داسی څه نه کوی انشاالله.

ښه بل سوال دادی چی دا څوک وو چی د فرخندی پلار ته یی تلفون کړی او دوی ته یی دا مشوره ورکوله؟؟؟ کوم سفارت، پولیس، میډیا که بل څوک؟؟؟

په لومړی مصاحبه کی د فرخندی سپینګیری پلار او سپین سری مور بیچارګان دومره ترییدلی وو چی خپل مړی یی هیر کړی وا او حتی په څیره کییی د غم او ژړا اثار نه ښکاریدل، حال داچی هغه ویدیو ګانی به دی بی وسو والدینواو کورنی په خپلو سترګو هم لیدلی وی چی د کور یو غړی یی څومره په زجراو درد ژوند د لاسه ورکوی. عامو خلکو ته خو به یوه افغانه وه چی له منځه لاړه خو دی کورنی ته خو د وجود یوه برخه وه، ددوی خو د زړه غوښی وی، ددوی خو اولاد وو. ډیره دردوونکی ده، واقعا چی د تحمل وړ نده. ددی ویډیوګانو په لیدلو د یو انسان په صفت ما او ډیرو نورواوښکی تویی کړی، که د یوی ثانیی له پاره فرض کړی چی دا کورنی تاسی وی، ایا د زغملو ده؟؟؟

بحث اوس دادی چی اوس نو چی فرخنده عصبی ناروغی هم نلری بیانو ولی دی خلکو په پټو سترګو ستونی شکول او د قران حیثیت ورته اصلا مطرح نه وا او د فرخندی د عمل توجه یی کوله؟ ولی ایا دا قران تنها د غریبانو دی؟ ایا په دوی د دینی شعایرو دفاع نشته؟ او که دوی دین په دنیا ورکړی؟؟؟ یو ددی دریونه خو به ضرور وی.

بل ارخ د موضوع چی پیچلی ښکاریږی دادی چی د فرخندی کورنی چاپیریال سکولر چاپیریال نه ښکاریږی. پلار سپینګیری انجنیر، د خپل سن سال مطابق ګیره لری خولی په سر، اود متوسط اقتصاد خاوند ښکاریږی. ورور یی انجنیر، بیټل ندی، لوفر نه ښکاریږی، فلمی سټایلونه یی ندی وهلی، یو عادی افغان دی. مور یی یوه وطنی او کورنی میرمن ده، خوندی یی پړونی په سروی، بربڼد او عیاش فامیل نه ښکاریږی، د ډمانو سټایلونه او حرکات نه پکی محسوسیږی.

د واقعی لومړی انځورونه هم ښیی چی فرخندی تور حجاب اغوستی وو. حتی جرابی یی هغه عصری جرابی ندی بلکی ساده توری زنانه جرابی دی، د یخن اخری تکمه یی بسته ده، غاړه یی خلاصه او ټټر یی ندی لوڅ، کالی یی د یو شهری او بربڼدی پیغلی غوندی ندی بلکی د یو واده شوی میرمنی په شکل یی  مستورلباس اغوستی.

د بی بی عایشه صدیقه د دارالعلوم نه فارغه ده، د دپلوم عکس یی هم دد د شخصیت نمایندګی کوی.

ښه نو بیا یی قران کریم ته ولی اور ورته کا؟؟؟ کوم داسی پت دلیل کیدای شی چی دی میرمنی قران ته اور اچولی وی؟؟؟

بل تصور دادی چی که دا میرمن د واقعی یو قربانی وی، او اصلی فاعلین بل څوک وی. نو دابه څوک وی او داکار څنګه وشو؟؟؟

اسناد او شواهد ډیر واضح ښیی چی یو تعداد د قرانکریم پاڼی تازه سوزیدلی دی. داچی تاویذ سوزیدلی یا د مجاور ورکړ شوی کاغذ سوزیدلی دا خبری بیځایه او هوایی دی. د قران پاک پاڼی سوزیدلی، دا ټولی هلته موجودی دی البته هغه سوزیدلی پاڼی ټولی د یو مصحف برخه نه شکاریږی. د بیلابیلو سپارو او قاعدو پانی دی چی په مختلفو رنګونو دی. که چیری یو مکمل مصحف او جلد ته اور واچول شی نو بیا یی کونده ټوله یو ځآی پاته کیږی ځکه هغه برخه چی سره ګڼډل شوی وی، په اسانی نه جداکیږی او واضح ښکاریږی چی دا یو مکمل کتاب سوزیدلی کله د شینوارو په واقعه کی چی د ملی اردو عسکرو کوم قرانکریمونه په برچو څیرلی وو. مګر دلته قصه بل ډول ده دا د مختلفو وړو سپارو او قاعدو پانی دی. او پخوانی ندی بلکی تازه سوځیدلی دی چی د سوځیدلو ځایونو ټوټی تازه تازه تری تویی شوی دی او لا توئیږی.

ښه نو داکار چا کړی؟؟؟؟

سکینه هغه ښځه چی ادعا کوی چی زه د فرخندی سره پدی ورځ تصادفی مخامخ شوم، وایی چی پدی ورځ په زیارت کی ټول ټال ۴ ښخي وی، دوه چادری لرونکی ښځی وی فرخنده وه او په خپله سکینه.

د سکینی د اظهاراتو مطابق تقریبا د ورځی د لسو بجو نه فرخنده زیارت ته راغلی وه او تر دریو بجو د نمازدیګر په زیارت کی وه.

پلار یی زنګ ورته و کړ چی لوری ډوډی ته راځی، دی ورته وویل چی نه زه نه درځم زه په زیارت کی یم. بیا یی د نمازپښین لمونځ وکړو او بیا یی د زیارت کومه برخه جارو کړی ده.

فرخنده په خپله لومړی ویډیو کی هم وایی چی ما د قران پاک سوځیدلی ټوټی په کثافت دانی کی پیداکړی.

دا دوه خبری سره نژدی والی لری چی فرخندی ځای جارو کړی کنی په کثافت دانی کی یی څه کار وو؟؟؟

سکینه وایی چی کله فرخنده د زیارت شاته لاړه، څو دقیقی بعد یوه چادری لرونکی ښځه په منډه راغله او چیغی یی وهلی چی د قران کریم پاڼی یی و سیځلی، چی بیا زه هم په منډه ورغلم. ښه چا دا کار کړی؟؟ داخبر لا ګنګه ده.

خو داچی چادری والا په منډه راغله او چیغی یی وهلی چی قرانکریم یی ته یی اور واچولو، داسی ښکاری چی مقصد به یی فرخنده وه. و الله اعلم.  او هدف به یی هغه پاڼی وی چی هلته سوځیدلی موندل شوی دی.

دا هم یو سوال دی چی فرخندی د سهار د لسو بجو نه د نمازپښین تر دریو بجو په زیارت کی څه کول؟؟؟ چاته انتظار وه؟ کوم درسی او تعلیمی پروګرام یی درلود؟ د زیارت د خدمت به نیت تللی وه او که کوم بل دلیل لری؟؟

داچی فرخندی مجاورین د تاویذاتونه منع کول داخبر په عقل جوړه نه بریښی. ډیر داسی نور کسان شته چی داخلک د شرکیاتو او خلاف کارونو نه منع کړی. نه دفرخندی علمیت دومره وو اونه د یوی ښځی جرئت دا اجازه ورکوی.

داچی تر پرونه فرخنده لیونی وه او پرون راهیسی حافظ القران اوعالم دین شوه دا خبری د منطق نه لری دی، او د یو شمیر محدودو کړیو پلان شوی برنامی دی چی، هغوی ددی نه نوره ګټه پورته کول غواړی او انشاالله خلک به نه پری تیروځی.

سکینه وایی چی زه د هغی ورځی په سبا لومړی کس چی ۶ بجی بیا زیارت ته راغلم زه وم. اول خو ولی دا د موږ پولیس دومره غیر مسلکی او بی سواده دی چی د واقعی د ځای نه یی یوه فیته نده چاپیر کړی، ولی د ساحی، اسناد او لاسوندونه نه مطالعه کوی، دا د ګوټو نښی او د قدمونو اثار ولی نه مطالعه کیږی. سره لدی چی شاید په داسی ټیل ماټیل کی به اسناد ضایع شوی وی خو بیا هم د یو مسلکی پولیس په صفت دوی باید دا ځای د څو ورځو له پاره بند کړی وی او لویشت لویشت ساحه باید دقیقه مطالعه شوی وی.

زبیح الله سالنګی د پولیسو افسر دی، او د واقعی په ورځ په ساحه کی موجود وو. هغه وایی چی کله ما داخبر واورید چی قرانکریم ته اور اچول شوی نو غوښتل می چی حالات کنټرول کړم. زیارت ته داخل شوم د حویلی دروازه می وتړله او عاجل می د کمکی پرسول غوښتنه و کړه. ښځی ته ورغلم، ومی پوښتله چی ولی دی داسی وکړل؟ هغه انکار وکا چی ما قرانکریم ته اور ندی اچولی، دی وایی چی ما ورته وویل چی د خلکو ځواب څنګه کوی. هغه وویل چی هیڅوک هم ماته څه نشی ویلی. چی پدی وخت کی خلکو د دیوالونو پنجری ماتی کړی، او په دیوال راواوښتل، پولیسو هوایی فیرونه و کړل، اودلته وه چی د فرخندی غرور مات شو او ماته یی زاری کولی چی خلک دننه مه راپریږده.

زبیح الله وایی چی ما قلبا غوښتل چی فرخندی ته نجات ورکړم،او په همدی خاطر می د زیارت داخل ته اخری کوټی ته چیری چی قبر وا دننه کړه او دری واړه دروازی می پسی وتړلی، مګر د خلکو هجوم دومره وسیع وو چی حالات د کنترول نه ووتل.

ښه نو دا کار چا کړی؟ څنګه شوی؟

که فرضا فرخندی د زیارت د مختلفو ځآیونو نه زړی پانی او ټوټی کاغذونه راټول کړی وی او پدی هدف یی اور ور اچول شوی وی چی ځایونه پاک شی، ځکه چی دی زیارت جارو کړی وو. نو بیا اورلګید د کومه شو؟؟ ایا د ځان سره یی راوړی وا؟؟ په زیارت کی وا؟ او که بل څه. ایا دا پاڼی به په مځکه هری خواته پرتی وی چی فرخندی په جاروکولو کی راټولی کړی وی؟ چی دا احتمال نا ممکن دی، که د طاقچونه یی راټولی کړی وی، نو داکار هم یو بیرونی کس نشی کولی ترڅو چی د هغه ځای دایمی او بلدی کس نوی.

مګر برعکس فرخنده ادعا کوی چی دا پانی په کثافت دانی کی موجودی وی چی دی راټولی کړی. نو بیا داهرڅه چا کړی؟؟؟

څه وخت وسوځیدی؟ او چا هلته واچولی؟؟؟ او هغه ښځی چی چیغی وهلی هغه خو د سکینی د بیان مطابق فرخنده همغه وخت د زیارت په شا کی وه. د سوځیدو چیغه هم اول ښځی ګډه کړی نه کوم مجاور. سکینه ادعا کوی چی په سبا یی ما د ځآن سره چاقو راوړی وو چی هغه مجاور پری ووهم چی اول غږ یی کړی وو چی ویی وهی داکافره.  یعنی مجاور د وهلو غږ کړی، خو د پاڼو د سوځیدو ادعا مجاور نده کړی بلکی یوی ښخی درست هغه وخت دا ادعا کړی چی فرخنده د زیارت په شاکی موجوده وه.

یوه بله ادعا داسی هم شته چی کوم څوک د امنت ملی کارمند ادعا کوی، چون مدرک ګنګ دی او د کس نوم واضح ندی نو د صحت ډیر څرک یی نه لګی.

هغه وایی چی د فرخندی تلفون ګلکسی ۳ چی ورسره وو جوړ د پولیسو لاسته ورغلی دی، او په دی تلفون کی د پاڼو د سوځولو ویډیوهم اخستل شوی. او د واقعی نه مخکی د فرانسی د سفارت سره د همدی تلفون نه تماسونه نیول شوی. دا خو فعلا صرف د ادعا تر حده ده او صحت یی نشی تصدیق کیدای.

اګر چی داسی اعمال پدی اخرو کلونو کی ډیر لیدل شوی او هدف هم دادی چی د خلکو عکس العمل و کتل شی، خو زه پوره باوری یم چی په نیږدی وختونو کی به کوم سکولر بیا د داسی عمل جرئت و نکړی شی، که د فرخندی مرګ دد خلکو په یاد وی بیا به داسی کار ته زر څوک زړه ښه نه کړی.

خو چون جرم فردی عمل دی اوهر انسان د خطا او ګناه نه خالی ندی، نو داهم ممکنه ده چی کوم چا فرخندی ته داسی مشوره ورکړی وی چی ته داسی یو کار وکه ویدیو واخله، پدی شکل به د خارجی پناهندګی امکان ترلاسه کړی، ولی د فرخندی لباس او کورنی چاپیریال ته په کتو دا هم بعیده بریښی.

عمرا لله صالح په خپل فسبوک لیکی چی دلته اصلا د یو لوی قیام پروګرام جوړ شوی وو، او پدی شکل غوښتل شوی وو چی یو ځل خلک عصبانی او تحریک شی او دا تحریک به په لوی حرکت بدل شی او د ښار نورو برخو ته به هم انتقال شی چی په پایله کی به دده په قول اوباشان ښار چور او چپاول کړی، چی هدف یی د یوسیاسی لوی قیام نه دی چی پدی شکل دولتی ادارو د سقوط پروګرام طرحه شوی وو او فرخنده یی هسی یوه زمانی او مکانی قربانی شوه. خو بیا همغه سوال نو داپاڼی چا، څه وخت او څرنګه و سوځولی؟؟؟

داټولی هغه پوښتنی دی چی دقیقی برسی ته ضورت لری او باید ډیر غیر جانبدارانه او عادلانه تحقیق پری وشی اودپیښی د ټولو شاهدانو دقیق اظهارات واخستل شی، ترڅو قضیه روښانه شی. اګر چی پدی پوره ډاډه یم چی حکومت به د ملت سره حقایق شریک نکړی خو تکرارا به د حکومت او ټولو مربوطو ادارونه خواهش وکړو چی د تحقیقاتو درستی او واقعی پایلی له ملت سره شریک کړی.

په اخیر کی به موږ د الله نه دا سوال کوو چی ای مهربانه ربه، ای د کایناتو خالقه، ته هرکس ته د خپل نیت مطابق بدله ورکړی، چاچی د تا په کتاب یی واقعا او قلبا غیرت کړی، هغه که قلمی دی او که فیزیکی ته یی د نیت مطابق پاداش ورکړی.

چا چی د غرب د خوشحاله کولو د پاره په پتو سترګو مسلمانان ټکولی او رټلی، اودتا کلام ته یی بی اعتناعی کړی، الله په هر میدان یی ذلیل او رسوا و ګرځوی.

چا چی د انسانست او ترحم په وجه په فرخنده زړه سوی کړی نه د دین سره د عناد له وجی، او د فامیل سره یی همدردری ښودلی، ای الله ته پدوی ترحم او کرم و کړی او په دین یی پابند او مخلص و ګرځوی.

که چیری پدی قضیه کی واقعا فرخنده بیګناه او د زمانی قربانی شوی وی، ای الله ته یی دهغی زجر او شکنجی په وجه چی پری تیر شول، بښنه او مغفرت ورته و کړی،هر زخم یی د محشر په ورځ په بیګنهایی ګواه و ګرځوی، د خپل کلام واقعی مدافعینو کی یی شمار کړی، د شاه دو شمشیره قهران شهید سره یی حشر وکړی او د شهادت لوړی درجی وړکړی.

او که یی ریښتیا د تا د کلام بی احترامی کړی وی او مومنه وی یا الله ته عفوه ورته وکړی، اوکه یی د تا د حق دین نه یی مخ ګرځولی یی یا الله ته په خپله انصاف ورسره وکړی.

امین یا رب العالمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنګین

د داسی خبرونو خپرولو کی باید ډیر احتیاط وشی. څکه موږ په داسی ویب پاڼه لکه نن ټکۍ آسیا باندی اعتماد لرو، نو که داسی له تحقیق نه پرته خبرونه خپروی نو بیا خو فرق یی د بلی میډیا سره نه کیړي.
ما هم داسی غلط فکر کړئ وو چی په رشتیا به دغی خور قران سوځولئ وی، الله دی ماته ددی غلطۍ مغفرت وکړي . الله دی د دی خور شهادت قبول کړي. او الله دی دا ټول زیارتونه ویجاړ او نابود کړي چی ورسره د شرک او بدعت لمنه هم ټوله شي. آمین.

طوفان طوطاخیل

آښه نو چې وژله یې داسکینه یې ولي نه وژله ، یواځي په دې سړی نه خلاصیږي چې پلار یې سه سړی دی ، موریې ښه ښځه ده دانبیاؤ اولادونه لکه دنو ح علیه السلام زوی هم غرق شو ، دپیغمبر زوی ؤ ، یایې دواړې ولي نه وژلي ، کار اصلا فرخندې خراب کړی ؤ چې په زیارتونو ګرزیده ، ډول ډول اوازې دي ، زما خو بیخي یقین دی چې داکار فرخنده په خپله کړی دی ، ځکه چې په جنازه کې یې هم معلومه شوه چې جنازه یې ټولي پتلون کړي ښځي لیږدوي اونرانوته اجازه هم نه… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل

والله چې زما دکور کوم غړی دقرآن کریم داسي سپکاوی وکړي چې بیا همدا ډول چلند ورسره وشي همدومره به باندي خوشحال یم لکه په فرخنده باندي چې خوشحال شوم

طوفان طوطاخیل

مور اوپلار یې په تېښته ؤ خو هسي دغه مدني فعالانو او فعالیاتو راګرزولي او هغه یې هم خطا ایستلي دي ، خدای دي خیر کړي چې لابه نوري څه نوي ناپړتي وايې سره ،

کاکا

زمونږ ډیری خلک دروغ واي، امر يي الله ته سپارو خو نن وخت کي باید د سکولرانو او اسلام ضد خلکو د دسیسو نه خبر اوسو ، هر خبر سم نه وي زما د مشاهدي مطابق رمونږ رسني لا څه چي نور عام ۹۹٪۱۰۰ خلک دروغ واي نو په هره خبره باور کول ندي پکار.

شریف الدین

الله تعالی دی مونږ ته بخنه وکړی په دی موضوع باندی خبری کول ښه نه دی البته چی څوک پکی معلومات نه لری مګر د بعضی خلکو د خولی همداسی خبری دی لکه پورته چی لیکل شوی که چیرته دغی خور دا کار کړی بیا د هم الله تعالی ورته بخنه وکړی او که چیرته یی نه یی کړی بیا هم ځان یی قربان کړه مګر ما نن یوه بله ویډیو ولیده یو خر چی انسان ویل ورته هم ګناه ده ویل چی فرخندی سره ظلم شوی هغی هم قران کریم وسوزو بعضی کسانو ملایانو پسی بد رد لیکلی بعضی… نور لوستل »

محمد طارق ستانکزی

الله دې شهادت قبول کړه

عبدالرشید

د الله ستر او ناجي پیامبر محمد ص فرمایی (( الظلم ظلمات یوم القیامه )) ظلم به قیامت په ورځ توري تیاری وې. یو بل حدیث شریف دي. ظالم ته الله ج په دی دنیاکی سزا ورکوې. د کریم نجیمې صیب لیکنه دوه ګوني شکوکي ظلمونه ښکاره کوي چی دغه ظلمونه په دوه ډوله دی. ۱- که فرخندی قران عظیم الشان سوځولی وې بی له شکه چې ستر ظلم یی کړي. ۲- که چیري موجوده کسانو فرخنده بي ګناه ربړولي او سوځولي وې هم یی ستر ظلم کړی. تر ټولو ستر ظلم خو دادي چي یو کوڅه ډب سپی په… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x