نظــر

له موټروانۍ تر میلونرۍ؛ مطیع الله خان څوک و؟

لیکوال: ملیار صادق ازاد
ژباړه او لنډون: ډاکټر عطامحمد رحیمي
مطیع الله خان د روزګان امنیه قومندان چې د هېواد په جنوب کې زوروره پایه ګڼل کېده، د تېرې چهارشنبې په ماښام کابل ښار کې په یوه سرتيري برید کې ووژل شو. هغه پر قومنداني سربېره د یوې درې زره کسیزې مسلح ډلې مشر هم و او هم يې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو د امنیت په برکت میلیونونه ډالره ترلاسه کول.

مطیع الله خان پخپله وايي چې تر ۲۰۰۱ میلادي کال وړاندې یو «موټروان» و، خو په اوه کاله کې يې دومره پرمختګ وکړ، چې د روزګان تر ولایتي ادارې هم پیاوړی شو او د «روزګان په امپراطور» مشهور شو، ځینې افغان چارواکي وايي چې نوموړي د مرکزي دولت واک هم په لاس کې اخیستی و او د روزګان د والي او نورو مامورینو په ټاکلو او لرې کولو کې يې خلاص لاس درلود.

افغان دولت له ډېرو هڅو سره سره ونه توانید چې د مطیع الله خان درې زره کسیزه لښکر له منځه یووسی او منحل يې اعلان کړي، ناټو هم د مطیع الله خان پر قاچاقبرۍ، مخدره توکو او طالبانو سره په اړیکو غوږ نه ګرراوه. د روزګان سیمه ییر چارواکي وايي چې مطیع الله خان اصلاً « هرکاره» و.

مګر هغه څنګه دومره پیاوړی شو؟ او وژنه به يې څه تر شا پرېږدي؟

بې نمونې شتمنې

په ۲۰۰۹ – ۲۰۱۱ میلادي کلونو کې مې د څېړنیزو راپورونو برابرولو لپاره روزګان ته څو ځلې سفرونه کړي او له مطیع الله خان سره مې لیدلي دي. لومړی ځل د ۲۰۰۹ په جولای کې د هغه کورته له هغه سره د مرکې لپاره ورغلم، له یوه اوږد، ډنګر سړی سره چې توره لونګۍ يې پرسر او افغاني پیراهن يې اغوستی و، مخ شوم.

په باغچه کې د نورو پوپلزیو مخورو په منځ کې کېنستلو، ارام خبرې يې کولي او لنډ لنډ ځوابونه يې راکول، د نوموړي اصلي کار او د پیسو لویه سرچینه د کندهار – ترینکوټ په لاره د ناټو د اکمالاتي کاروانه د امنیت مسوولیت و، چې نوموړي ته نږدې سرچینو راته وویل چې له همدې لارې د مطیع الله خان میاشتنی عاید دوه نیم میلیون ډالره ته رسېږي.

مطیع الله خان پخپله دا نه منله چې ګواکې په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۵۰ زره ډالر ترلاسه کوي، هغه وايي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې يې د طالبانو له سقوط سره سم له امریکایانو سره اړیکي جوړې کړې، څو کاله وروسته په روزګان کې د لویو لارو د ساتونکو پولیسو مشر شو. په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د لویو لارو د پولیسو دغه تشکیل له قاچاقچیانو سره د تړاو په تور له منځه یووړل شو، مطیع الله خان له قاچاقچیانو سره د دوی هر ډول ارتباط رد کړ او ويې ویل چې دوی دغه تشکیل له سره فعال کړ «د کورنیو چارو وزارت له تشکیل سره سم زه ۶۴۸ تنه عسکر لرم، خو تر درې نیم زرو ډېرو ځوانانو له کورونو وسلې را واخیستي او زما ملګري شول. زه دوی ټولو ته امکانات او معاشونه د نا ټوله کتارونو برابروم. هر یوه ته ۲۴۰ډالره معاش ورکوم.» دی پر دې باور و، چې په دې ډول يې ګڼو روزګاني ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

مطیع الله خان پخپله وايي چې تر ۲۰۰۱ میلادي کال وړاندې یو «موټروان» و، خو په اوه کاله کې يې دومره پرمختګ وکړ، چې د روزګان تر ولایتي ادارې هم پیاوړی شو
مطیع الله خان پخپله وايي چې تر ۲۰۰۱ میلادي کال وړاندې یو «موټروان» و، خو په اوه کاله کې يې دومره پرمختګ وکړ، چې د روزګان تر ولایتي ادارې هم پیاوړی شو

هغه وویل چې پخپلو پیسو يې ۷۰ مسجدونه جوړ کړي او ځينې روزګاني ځوانان يې کابل ته د زده کړو لپاره لېږلي. افغان دولت هڅه وکړه چې د مطیع الله خان نظامي زور راکم یا يې کنټرول کړي، خو ونه توانید. پخپله مطیع الله خان وايي چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د کورنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر په کابل کې خپل دفتر ته ور وغوښت او ورته ويې ویل چې ستا لښکر ته به یو جواز در کړو او رسمي به يې کړو، خو مطیع الله وايي چې دا غوښتنه يې ونه منله: «ما ورته وویل چې دا زما خپل کسان دي چې جنګېږي او وژل کېږي. څوک چې په کابل کې ناست دي هغوی غواړي پیسې غلا کړي.»

دا محلي قومندان باالاخره په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د روزګان د امنیه قومندان په توګه وټاکل شو. په خپل ځای کې مطیع الله ته خلکو «مشر» وایه. د مطیع الله ډېر عسکر دولتي رینجرې په واک کې لري او په شیشو يې د مطیع الله خان عکسونه ور ټومبلي دي.

داسې ډېرې کیسې خلک کوي، چې څنګه به مطیع الله خان د خپل جېب پیسې په خوارانو وېشلې، خو ډېر مخالفین او طرفداران يې لرل. د نوموړي کورنی زور د روزګان د پخواني والي او د کرزي د مشاور د زوم و، چې په ۲۰۱۱ کال په کابل کې پخپل کور کې ووژل شو. د جان محمد خان کورنۍ کرزي ته ځانګړی ګرانښت درولود. جان محمد خان دعوه کوله چې نومړي په ۲۰۰۱ کال کې حامد کرزی د ترینکوټ په غرو کې له طالبانو پخپل کور کې پټ کړ او د دوی له کوره ارګ ته ورسید. حامد کرزي هم د خپل واک په لومړیو کې جان محمد خان د روزګان والي مقرر کړ، خو له قاچاقچیانو سره د تړاو په تور يې دالمانیانو په فشار په ۲۰۰۶ کال کې له ولایته لرې کړ.

هغه په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په روزګان کې د حامد کرزي د ټاکنیز کمپاین مشر و. په کندهار کې يې بیا د د ولایتي شورا له زورور رییس احمد ولي کرزي سره انډیوالي لرله. مطیع الله دا منله چې له احمد ولي کرزي سره يې پخوانۍ انډیوالي ده، خو دا يې نه منله چې د ده لښکر دې د احمد ولي د امنیتي شرکت یوه برخه وي، هغه وویل چې له احمد ولي کرزي سره هیڅ شراکت نه لري.

مطیع الله خان پر دې باور و، چې حامد کرزی په روزګان له امنیتي وضعیته خوښ ښکاري. هغه دا هم ومنله چې له حشمت کرزي او حکمت کرزي سره هم تار لري، د څارونکو له نظره همدا اړیکي د دې علت شوې چې مطیع الله خان دومره پرمختګ وکړ.

نیویارک ټایمز د ۲۰۱۰ د جون ۵، ګڼه کې د امریکايي لوړپو چارواکو لپاره له تیار شویو راپورونو په نقل ویلي و، چې د تریاکو د قاچاق په برخه کې د احمد ولي کرزي د ملګرو په لړ کې د مطیع الله خان نوم هم یاد شوی دی، خو د نوموړي په اړه ډېره تشریح نه ده ورکړل شوې. پخپله مطیع الله خان دا تورونه رد کړل.

مطیع الله خان مني چې د حکومت له لوري د روزګان د والیانو په ټاکنه کې ستونزه وه. د نوموړي په باور حکومت به د روزګان له مشرانو سر له مشورې پرته ځينې فاسد خلک د والیانو په توګه را لېږل. عبد الحکیم منیب او اسدالله همدم د روزګان ولایت هغه دوه والیان و، چې یو په بل پسې له دندو بېرته لرې کړل شول. د ۲۰۰۹ په جولا کې مې مطیع الله خان ته د هغه په کور کې وویل چې غواړم ستاسې له ولي اسدالله همدم سره مرکه وکړم، چېرته ده؟ هغه وویل: «هغه کمونیست و، دلته يې کار نه شوای کولای وتښتید. ما يې پرځا د ولایت معاون خدای رحیم سرپرست وټاکه.»

ما ورته وویل چې سمه ده له سرپرست سره به مرکه وکړم، هغه خپل ورور باندې غږ وکړ چې سرپرست والي د دو له کروندې مهمانخانې ته راولي. د روزګان له سرپرست والي حاجي خدای رحیم نه مې وپوښتل چې ایا دا رښتیا دي چې تاسې یو بزرګ یاست او اوس هم له کروندې راغلئ، ويې ویل: «هو، زه بزګر یم، سږ کال مې هم جورا او غنم کرلي دي. د بادامو حاصل مې هم تازه راټول کړ.»، له هغه نه مې د مطیع الله خان په اړه وپوښتل، ويې ویل: «مطیع الله خان د روزګان د امنیت د ملا تير دی.»

د ۲۰۰۹ په جولا کې مې مطیع الله خان ته د هغه په کور کې وویل چې غواړم ستاسې له ولي اسدالله همدم سره مرکه وکړم، چېرته ده؟ هاه وویل: «هغه کمونیست و، دلته يې کار نه شوای کولای وتښتید. ما يې پرځا د ولایت معاون خدای رحیم سرپرست وټاکه.»
د ۲۰۰۹ په جولا کې مې مطیع الله خان ته د هغه په کور کې وویل چې غواړم ستاسې له ولي اسدالله همدم سره مرکه وکړم، چېرته ده؟ هغه وویل: «هغه کمونیست و، دلته يې کار نه شوای کولای وتښتید. ما يې پرځا د ولایت معاون خدای رحیم سرپرست وټاکه.»

حاجي خدای رحیم یو کال د روزګان سپرست والي و. وروسته له هغه چې حامد کرزي محمد عمر شیرزاد والي وټاکه او دوه کاله وروسته يې امیرمحمد اخند د روزګان والي کړ، خو یو کال وروسته هغه هم ګوښه کړل شو. د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د یو لوړپوړي کارکوونکي له قوله بالاخره دولت د مطیع الله خان نږدې کس امان الله تیموري د روزګان والي کړ.

په جنوب کې د زورورو پرلپسې له منځه وړل

کله چې د طالبانو له لوري د قومي مخورو او با نفوذه شخصیتونو وروستیو وژنو ته ځېر شو، نو یو اوږ د لړلیک به مو مخ ته راشي. په دې منځ کې په تېرو پنځو کلونو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې خپلوان او په سیمه کې با نفوذه کسان له منځه وړل شوي دي.

د ۲۰۱۱ د جولای په ۱۲مه د حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شورا رییس د هغه په کور کې ووژل شو. شپږ ورځې وروسته جان محمد خان د روزګان پخوانی والي او د حامد کرزي مشاور او هاشم وطنوال چې په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی و، په کابل کې پخپل کورکې ووژل شول.

اته میاشتې وروسته د ۲۰۱۲ په مارچ کې په مشرانو جرګې د روزګان د خلکو استازی او د جان محمد خان پخوانی مرستیال حاجي خیر الله اکار په ترینکوټ کې ووژل شو، له دې پېښې اته میاشتې وروسته په جنوب کې د حامد کرزي بل با نفوذه شخص او ملي امنیت رییس اسدالله خالد په یوه برید سخت ټپي شو.

د ۲۰۱۴ په جولا کې د کرزي د تره زوی حشمت خلیل کرزی پخپل کور کې ووژل شو. هغه وړاندې د «اسیا سیکوریټي ګروپ» امنیتي شرکت مشر و، خو له احمد ولي کرزي وروسته د کرزیانو قومي مشر هم و.

او دا ځل په روزګان زورور سړی او د کرزي سیاسي او قومي نږدې خپل مطیع الله خان له منځه یووړل شو. مطیع الله خان په روزګان کې د استرلیایانو هم نږدې ملګری و هغوی دوه کاله وړاندې د مطیع الله خان عسکر استرلیا ته هم د نظامي زده کړو لپاره ولېږل.

اوس سوال دا دی چې د هغه له منځه وړلو ورسته به په روزګان کې امنیتي وضعیت څنګه شي؟ او د هغه د زرګونو لښکریانو سرنوشت به څه شي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x