عبدالله بن زید عالی ليسه کی د ښوونکي ورځ ولمانځل

عبد الله بن زاید عالی ليسه کی د ښوونکي د مقام د ستاينی په اړه يوه غونډه جوړ شوه.

چی د مهاجرت په ديار کی د ښوونکی مقام وستایي اوپېرزوينې ورته وړاندی کړې، غونډه  د سهار په ۱۰ بجو دقرانکريم په تلاوت سره پيل شوه.

بيا وروسته د عبدالله بن زاید عالی ليسه زده کوونکو له خوا دافغانستان ملی سرود واورولو ،

بيا ور پسی د عبد الله بن زاید عالی مشر مولوی غلام محمد  دغونډی پرانستوونکی وينا واوروله او دښوونکی مقام دفضليت په هکله مفصلې خبری وکړی او افغانانو باندی یی غږ وکړو چی باید افغانان په تعیلم کی ځان له نړی سیال کړی او خپله راتلونکی  او مستقبل روښان کړی او دغه  رڼا نور ته هم ورسوی ، په کوم کور کی چی  تعلیم یافته سړی نه وی هغه کور کی رڼانه  وی.

ورپسې بیا په پیښور کی دمدیرانو شورا رئیس  امان الله نصرت دښوونکی مقام دفضليت په هکله مفصلې خبری وکړی.. او ووېل چي ځوان نسل مود افغاني کلتور،دوداو دستور نه بېگانه نشي . هر قوم حق اومسؤليت لري په بهرکي دخپلي ټولني مثبت او معقول عنعنات ،رواجونه اوکلتوري توکي ژوندی وساتي ، تر څو د ځوان نسل اړېکي له پلارني ټاټوبي اوخپل فرهنگ سره پرې نشي.

وروسته بيا دزده کوونکوله خوا ترتيب شوي تحفی راغلو محترمو ميلمنو اواستاذانو ته ډالی شوې.

جبارخیل

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د