افغانستان

د هرات پر شینډنډ ولسوالۍ د طالبانو ډله‌ییز برید روان دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه، ۱۳۹۴ل): د هرات نه ورکول شوی راپور کاږي، چې طالبانو نن ماسپښین د هرات ولایت پر شینډنډ ولسوالۍ پراخ ډله‌ییز برید پيل کړی دی.

د لومړنیو ورکول شویو مالوماتو سره سم، امنیتي ځواکونه او طالبان دا مهال د شینډنډ ولسوالۍ په بازار کې په جګړه کې ښکېل دي او لا هم د دواړو لوریو ترمنځ مرمۍ تبادله کېږي.

د هرات امنیتي چارواکو جګړه تایید کړې، خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه کړې.

طالبانو تر دې دمه د شینډنډ د جګړې په تړاو څه نه دي ویلي.

د جګړې نور جزییات به وروسته خپاره شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close