افغانستان

فاریاب: دښت لیلی کې د جنرال ملک ۵ نیژدې ملګري وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ چارواکي وايي چې طالبانو ددغې ولسوالۍ په دښت لیلی سیمه کې ۵ تنه چې درې یې مهم قومي مشران وو، تر تښتولو وروسته وژلي.

د اندخوی ولسوال سلطان سنجر ویلي چې آمر اسلم، آمر فیض الله، ډاکتر سید امنی، اشرف او حفیظ الله تېره ورځ طالبانو ونیول او جسدونه یې نن شپه د دوی لاسونو ته ورغلل.

یاد کسان د پخواني جنګسالار او د اجراییه رییس سلاکار جنرال عبدالملک نیژدې ملګري دي.

مالک په لیلې دښته کې د پنځه زره پښتنو په وژنو هم تورن دی. د ۱۹۹۷ په مۍ میاشت کې جنرال مالک په لیلې دښته کې زرګونه پښتانه ووژل.

سنجیر زیاته کړې چې پولیسو د یادو کسانو جسدونه پرون ماښام ۷ بجې په دښت لیلی کې پيدا کړي دي.

د اندخوی ولسوال د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د نوي کال په شپه د حاجي محمد قل محلې ته د ۳۰۰ نورو کسانو سره دعوت شوي وو، شپه یې هلته تېره کړې وه او د ورځې په ۱۰ بجو طالبانو په جنګل نومې سیمه کې ونیول.

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي بشیر احمد د پېښې د غندلو سربېره ددغو وژنو مسوول د طالبانو یو قومندان قاري احمد ګڼلی دی.

د هغه په وینا ډاکتر سید امین د اندخوی ولسوالۍ، آمر اسلم د قورغان ولسوالۍ، آمر فیض الله، اشرف او حفیظ الله د قرمقول ولسوالۍ اوسیدونکي وو.

طالبانو تر دې مهاله ددغو وژنو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

په عین حال کې پخواني جنګسالار او د اجراییه رییس سلاکار جنرال عبدالملک هم د خپلو ملګرو وژنه غندلې او له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
m.taher

د ده ملگرو د وژل کیدو خبره په هر صورت خو خپله جنرال ملک یو بی رحمه او جلاد انسان دی.په دی کی شک نسته چی الله ج د داسی قاتلانو جزا به په دنیا او اخرت کی ورکری. کله سی داسی خلکو ته لکه جنرال ملک په دولت کی چوکی ورکول کیژی ،له دی نه معلومیژی چی سوله لری کیژی او جگره به اوژدیژی. د بشر حقوقو مدافعین چیری دی !؟ د نریوال کنوانسیون د جنگی اسیرانو حقوق ولی تطبیق کیژی؟ د هاگ تریبونال ولی غلی پاتی سو؟ په دی هیله چی یوه ورزی رشتینی او سرتاسری عدالت په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close