fbpx

د سورة الکهف په تلاوت کې نغښتې رازونه

ليکوال: مولوي نصرالله غزنوي

بسم الله الرحمن الرحیم

په نبوي ویناوو کي زموږ خواږه پیغمبر حضرت محمد رسول الله صل الله علیه وسلم موږ ته امر کړی چي د جمعې په مبارکه ورځ باندي د سورة الکهف تلاوت خپل اوونیزه دنده وګرځوئ ځکه چي دابه تاسي د اخېري زمانې له ترټولو سختي(دجالي) فتنې څخه وژغوري.

خو اوس پوښتنه داده چي اخير په سورة الکهف کي داسي څه دي چي رسول الله صل الله علیه وسلم يي موږ ته په ویلو دومره ټينګار کړی ؟ پدې ليکنه کي هڅه کوو چي نوموړي پوښتني ته د سورة الکهف د آیاتونو په رڼا کي لنډ ځواب ووایو.

د سورة الکهف له سر سري کتني څخه دا جوتیږي چي الله تعالی پدې سورة کي موږ ته ‎ څلورکیسې کړي دي چي هره یوه يي له بلي جلا او بیا يي د هرې يوې پایله او د ژغورني لاري چاري هم راپه ګوته کړي دي .

۱ـ د غار د ملګرو (اصحاب کهف) کیسه:

چي ددې تړاو د دین له فتنې سره دی . هغه داسي چي یو څو ځوانانو حق دین ومانه چي له امله يي د شته باچا د ظلم او تيري تر چغ لاندي راغلل . باچا ترې وغوښتل چي یاخو هغه دين پرېږدي او یا هم مرګ ته ځانونه تیار کړي . دوی د باچا پروا ونکړه په حق دین يي منګولې ټينګي کړې په پټه يي له نوموړي هېواده هجرت وکړ. او لري چیري په یوه غار کي ویده شول .

پایله يي دا شوه چي الله تعالی دوی د ظالم باچا له ظلمه خلاص کړل او ددوي د اخلاص پایله داشوه چي کله دوی له خوبه راويښ شول نو ټول شاوخوا کلي يي په حق دين مشرف شوي وو.

زموږ لپاره درس:

پدې کیسه کي زموږ لپاره دا درس دی چي موږ ته په کار دي چي د هر څومره سختیو پر مهال (چي ددجال د فتنې پرمهال په مسلمانانو ارومرو را رواني دي) هم خپل دين راټينګ کړو او دالله تعالی په حق دین ثابت واوسیږو دځان ژغورني خپلي انساني هڅي رواني وساتو او ځانونه په الله تعالی وسپارو هغه به مو ارو مرو مرسته کوي.

  له دې فتنې څخه د ځان ژغورلو لاره:

له دې فتنې څخه د ځان ساتلو لاره داده چي له نېکو خلکو لکه علماوو،صلحاوو،نېکانو اوبزرګانو سره ناسته ولاړه ډيره کړل شي.

وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا.

ژباړه : او وتړه(ټینګ کړه) نفس خپل له هغو کسانو سره چي د خپل پالونکي عبادت کوي سهار اوبېګا اوغواړي رضا د الله.او نه دي تیریږي ستا سترګي له دوی څخه ته ددې لږ ژوندون ښایست غواړې؟

او مه اوره خبر دهغه چا چي غافل کړي دي موږ زړونه د دوی زموږله یاده او د خپلو نفسي غوښتنو متابعت يي کړی او د دوی دا کار له پولو(حدودالله) څخه تېرېدل دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۲ـ دباغونواو ولادونو دڅښتن (اصحاب الجنتین) کیسه:

چي ددې تړاو بیا د شتمني او اولاد له فتنې سره دی . پدې کیسه کي پالونکي څښتن د هغه کس یادونه کړي ده چي الله تعالی د اولادونو او بڼونو په ډېرو نعمتونو نازولی وو ، خو ددې پر ځای چي د الله تعالی په نعمتونويي شکر ایستلی وای نوموړي د الله تعالی په دین کي شکونه پیدا کړل او دا ټول نعمتونه يي د خپل عقل اوخپلو مټو د زور لاس ته راوړنه وګڼله

ددې څه پایله دا شوه چي الله تعالی يي بڼونه له منځه یوړل اوټول هغه نعمتونه چي يي پرې لورولي وو ورڅخه واخیستل ، خو وروستئ پښېماني بیا نوموړي ته هيڅ ګټه ور ونه رسوله.

زموږ لپاره درس:

پدې کیسه کي زموږ لپاره دا درس پروت دی چي ښايي د الله تعالی په ټولراکړل شویو نعمتونو شکر ادا کړو او ټول نعمتونه دځان لپاره یو الهي سوغات وګڼو او پخپل عقل او د مټو په ځواک هيڅ کله لويي او تکبر ونکړو.

له دې فتنې څخه د ژغورني لار:

د شتمني او اولاد له فتنې څخه د ژغورني لاره د شتمني حقیقت پېژندل دي . او پدې ځان پوهول دي چي دا هر څه هسي دنویوي متاع دي او زموږ د ازمویښت لپاره الله تعالی موږ ته راکړي دي .

“وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاء أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاء فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًا تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقْتَدِرًا.

ژباړه: او وښیه دوی ته بېلګه د ژوندون لږ خسیس،په مثل د هغو اوبو چي نازلي کړي دي موږد اسمان له لوري نو له همدې امله دځمکي زرغونه سره ګډ شي ،(بیا) وګرځي (دغه شنه) وچ کلک مات مات چي الوزوي يي بادونه او الله تعالی په هرشي باندي ځواکمن دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۳ـ دحضرت موسی اوخضر علیهما السلام کیسه :

چي د دې کیسې تړاو بیا د علم له فتنې سره دی.هغه پدې ډول چي یو ځل حضرت موسی علیه السلام قوم ته وینا کوله چي یو چا ترې وپوښتل چي په نړئ کي څوک ښه عالم دی؟

حضرت موسی علیه السلام ورته وویل چي زه.

د حضرت موسی علیه السلام ځواب که څه هم بیخي ريښتیا وو ځکه چي هغه نبي وو او تر نبي څوک هم زیات علم نه لري . خو دپالونکي څښتن له لوري ده ته د وحی له لاري دا وویل شو چي په نړئ کي داسي څوک هم شته چي تر تا ډېر علم لري .

اوامر يي ورته وفرمایه چي ورشي او له هغه څخه د الهي (مغیباتو) پټو شیانو رازونه مالوم کړي . هغه وو چي حضرت موسی علیه السلام ځان ور ورساوه او خضر يي راپیدا کړ.

د حضرت موسی علیه السلام د خبري پایله همدا شوه چي د خپلي خبري په ټس کي سفر ته اړ شو او د داسي چا د لیدو سپارښتنهورته وشوه چي هغه ته د الهي پټو شیانو هغه رازونه ور څرګند وو په کومو چي حضرت موسی علیه السلام له سره خبر لا نه وو .

بېلګي يي هماغه د کشتئ ماتول، دماشوم وژل او د ديوال جوړول وو.

زموږلپاره درس:

موږ ته پدې کیسه کي دا درس راکړل شوی چي کله هم ښايي د علم له پلوه خپل ځانونه پوره ونه بولو او تل د علم په تر لاسه کولو کي سفرونه وکړو . که ددې سفر پر مهال له کومو ستونزوسره لاس او ګرېوان شو هم نو يي په ورین تندي وګالو . همدا راز که مو هر څومره ډېر علم تر لاسه کړی وي بیا هم داسي ونه وایو چي زه تر ټولو لوی عالم ،ملا او مفتي یم بلکي پدې فکر واوسو چي ترموږ لا ډېر ښه او تکړه علما په نړئ کي شتون لري .

دعلم له فتنې څخه دځان ژغورني لاره :

له دې فتنې څخه دځان ساتلو یواځينئ لاره عاجزي غوره کول دي لکه حضرت موسی علیه السلام چي غوره کړه پدې اړه الله تعالی فرمايي:

“قَالَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ صَابِرًا وَلَا أَعْصِي لَكَ أَمْراً

ژباړه: وویل موسی (علیه السلام) خضر(علیه السلام) ته ، که خدای کول ته به ژر ما صبر کوونکی بیامومې،او ستا له هيڅ امر څخه به سرغړونه نه کوم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۴ـ د‌ذوالقرنین (پاچا) کیسه:

ددې کیسې تړاو د باچايي له فتنې سره دی.

پدې کیسه کي الله تعالی د هغه پاچا کیسه راته کوي چي علم او قوت دواړه يي درلودل او په ټوله نړئ راګرځېدلی وو او له خلکو سره به يي نيکيوي کولې.

پایله يي دا شوه چي دده د هڅو له برکته دسد(دېوال) په جوړولو سره خلک تر ټاکلي مودې پوري د یاجوج او ماجوج له تیرې څخه وژغورل شول.

زموږلپاره درس:

پدې کیسه کي زموږ لپاره درس دادی چي د علم او ځواک ډيروالي دي هېڅکله تاسي له خلکو سره د مرستي له کولو نه راګرځوي .بلکي تل په ښه علم او ښه ځواک درلودو یر بېره د خلکو چوپړ خپله ديني دنده ګڼل په کار دي ، او پدې هڅو سره به الله تعالی ستا په لاس مظلومان د ظالمانو له ظلمه خلاص شي او ستا اخروي اجرونه به څو ګوني شي.

له دې فتنې څخه د ځان ژغورني لار:

د باچايي له فتنې څخه دځان ژغورني لاره له خلکو سره اخلاص کول او په نيکو چارو کي له خلکو سره مرسته کول دي .

“قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا.

ژباړه: ووایه (ای محمده) بې شکه زه ستاسي په څېر یوبشر یم چي ماته وحی راځي ،بې شکه همدا خبره ده چي معبود ستاسي معبود یو دی نو هر څوک چي د خپل پالونکي د ليدو تمه لري (په آخیرت کي) نو ښايي چي نېک عمل وکړي او نه دي شریکوي د خپل پالونکي په عبادت کي هيڅوک.

پــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــای

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

مولوی نصرالله غزنوی صاحب اسلام علیکم ورحمتالله وبرکاته ۰ الله دی خیر او برکت نصیب کړه کور دی ودان ښه لیکنه دی کړی وه زه هر وخت دینی لیکنی ښه په غور ګورم او دا ویب پاڼه چی هره ورځ ونه ګورم لکه څه چی می ورکړی وی په دینی لیکنو پسی خاصه توجو کوم که می څه تری زده کړه جزاکالله احسنالجزا لیکنی دیری کړه والسلام

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

ډېره زیاته مننه مولوي صیب الله تعالی دي اجر درکړي ،