افغانستان

د ګډحکومت مشران واشنګټن ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲مه ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت دواړه مشران او ورسره هیئت د امریکا د متحده ایالتونو پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته ورسېدل.

ولسمشر او اجراییه رییس درې اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر باراک اوباما امریکا ته ورغوښتي وو.

د ولسمشر د دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني او ورسره هیئت نن د انډریوس په هوايي ډګر کې ښکته شول.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د دواړو مشرانو استقبال ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډانیل فیلډ، د امریکا امنیت ملي د شوری مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس او په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت مسوولین راغلي وو.

د سرچېنې د معلوماتو پر اساس ټاکل شوې چې د اشرف غني رسمي استقبال به سبا د امریکا په دفاع وزارت کې وشي او د افغانستان لوړ پوړی هیئت به په کمپ ډیویډ کې د امریکا دفاع، بهرنیو او داريۍ او خزانې وزیرانو سره د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ګډحکومت مشران به د خپل دغه سفر په لړ کې د امریکا له جمهور رئیس بارک اوباما، د دغه هېواد د جمهوري ریاست له مرستیال جوبایدن، د کانګرس له مشر، د ناټو سازمان له سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو، د دفاع او د دارایۍ او خزانې له وزیرانو او د نړیوال بانک له مدیره هیات سره وګوري.

د ګډحکومت د مشرانو سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وسله وال پوځ لوی درستیز شېر محمد کریمي، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسه سیما سمر، په اقتصادي چاروکې د جمهور رئیس سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي او نور ملګرتیا کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close