نړۍ

د بشارالاسد د رژيم چورلکه غورځېدلې؛ ناست ټول عسکر او پېلوټان ژوندي نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲مه ۱۳۹۴ل): د سوریې په شمالي ښار ادلب کې د بشارالاسد د رژیم یوه چورلکه غورځېدلې او په کې ناست ټول کسان د رژیم د مخالفینو لخوا ژوندي نیول شوي.

د الجزیرې تلویزون د راپور په اساس د بشار الاسد د رژیم مخالفینو ۲ پيلوټان او پنځه عسکر ژوندي نیولي او چورلکه تخریب شوې ده.

اناضول خبري اژانس په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم مخالفینو د سرچېنو له قوله لیکلي چې د بشار الاسد د رژیم اړوند یوه چورلکه د رژیم د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې بېړنۍ ناسته وکړه چې هم مهاله مخالفینو د ناستې سره په چورلکه کې ټول سپاره عسکر ونیول.choorlaka halicopter

د «سوریا مباشر» تر نوم لاندې یوې رسنۍ د یادې الوتکې د غورځېدو ویډیو خپره کړې. په ویډيو کې لیدل کیږي چورلکه په تدریجي ډول ښکته کيږي او ناسته کوي خو کوم لوګی ترې نه پورته کیږي.

د المان خبري اژانس د سوريې د پېښو د څار ادارې له قوله لیکلي چې د بشار الاسد د رژیم مخالفینو په چورلکه کې ناست ټول عسکر نیولي. د هغوی په وینا د بشار الاسد رژیم دغه چورلکې د سوريې په کلیو او ښارونو د چاودیدونکو بېلرنو په غرځولو کې کاروي.

د بشار الاسد رژیم د چاودیدونکو توکو څخه ډک بيلرونه چې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کیلوګرامو پورې په کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وي، د بم په شکل په ولسي وګړو غورځوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close