پاکستان د بون په کانفرانس کې احتجاجا ګډون نه کوي

نن ټکی آسیا: پاکستان د بون په کانفرانس کې د ګډون نه کولو فیصله کړې.

دا فیصله نن د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني او دوفاقي کابینې په اجلاس کي وشوله.

په دغه اجلاس کې د دفاعي کمیټې مخکنۍ پریکړې هم یو ځل بیا تصویب شولې.

د پاکستان دفاعي کمېټې دا فیصله کړې وه چي په بلوچستان ایالت کې واقع شمسې ایر بیس به امریکا په ۱۵ ورځي کې خالي کوي، او همداسي يې د ناټو داکمالاتي کاروانونو پر مخ لاري تړلي وې.

د یادوني وړ ده چي د امریکا جنګي هلیکوپترو څو ورځي وړاندي د کرمي ایجنسی پر یوه چیک پوسټ برید کړی وو، چي په ترڅ کې ۲۴ تنه پاکستاني فوځیان وژل شوي وه، او تر لسو زیات نور ټپيان شوې وه، چي د هغه وروسته د پاکستان او امریکا خپل منځي علاقات یو ځل بیا خراب شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د