ځمکنی توت

لیکوال: ډاکتر نجیب الله (ملګری)

ځمکنی توت چې په دري ژبه کې ورته توت زمینی یا توت فرنګی هم ویل کیږي.

دغه میوه نسبتاً نوې ده چه تقریباً ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ کاله مخکی په نننۍ بڼه موجود نه وه او تر ډیره هغه وخت له دغی میوی څخه د طبي دوا په څېر ګټه اخیستل کیده. په څوارلسمه پیړۍ کې د فرانسې هیواد یاده میوه له ځنګلونو څخه سمې ته راوړه او دغه وخته له ځمکني توت څخه د یو اهلي میوې په څېر استفاده پیل شوه

د ځمکني توت طبي ګټې:-

ځمکني توتان په لوړه کچه انټي اکسیدان لري او همدارنګه د ویټامینونو او ګټورو موادو لرونکی دی. ځمکنی توت د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو، د مغزي سکتې، سرطان او د وینې فشار په مخنیوی کې فوق العاده ونډه لري، ددې ترڅنګ د دیابت یا شکر په راکمولو کی هم رول لري.

دا چی دغه میوه د اسید فولیک درلودونکی دی نو د حامله میرمنو لپاره يې هم ډیر توصیه کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د