ځیرکتیا

لیکوال: حامد افغان

يوه پلار خپل دری زامن را وغوښتل، ورته ویې ویل: دلته دری خونې دي، تاسو دریواړه به یوه یوه خونه ډکوئ، چې له هرشي مو ډکوله خوښه ستاسو، خوکه هر یوه ترټولو مخکي خپله خونه پوره ډکه کړه هغه ته به ارزښتناک انعام ورکوي.

یوه زوی یې د کوچنیو کاڼو په راټولولو پیل وکړ څو خپله خونه پرې ډکه کړي، بل یې نیت وکړ چې وړۍ پیدا کړي او ژر ژر خپله خونه له وړیو ډکه کړي، دریم زوی یې کرار ناست و، دواړو وروڼو ته یې کتل او دهغو په کم عقلي پوري یې خندل. کله چې هغوی دواړه د خپلو خونو ډکولو ته نږدې شول، دریم ورور یې را ولاړ شو په خپله خونه کې یې (شمعه) بله کړه او ټوله خونه یې له (رڼا) ډکه کړه.

پایله: د بریالیتوب له پاره هوښیاري او ځیر کتیا ته ډېره اړتیا لیدل کیږې، نه ډیرې خواري او ستړیا ته، او په ټولیزه توګه په ژوندچاروکې هغه وخت بریالیتوب ترلاسه کولی شئ چې له ډیرې ځیرکتیا او بیداري نه کار واخلئ، دا ضرور نده چې خامخا به ډیره خواري ګالئ او یا به ځانونه ډیر ستړې کوئ. البته د خواري او کوښښ اهمیت پخپل ځای ده بې خواریو او زحمته نصیب ته خبره سپارل هم د بریا نه د ناکامي لاره ده او له کوښښ او هڅو سره ځیرکتیا او هوښیاري ضروري ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د