افغانستان

له دفاع وزارت پرته، پاتې کابینه نن ولسي جرګې ته معرفي کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د مشرانو په نشتوالي کې د هغوی له خوا د پاتې کابینې برابر شوی لیست نن ولسي جرګې ته معرفي کېږي.

په دغه لیست کې د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر نوم نشته، چې ګډ حکومت يې د نشتوالي علت هم نه د ښوودلی، خو د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې دوی هیله من دي، چې جمهوري یا اجرایوي ریاست به د دفاع وزارت نوماند وزیر هم دوی ته ور معرفي کړي.

د ګډ حکومت په پیل کې دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، چې په حد اکثر پنځه څلوېښت ورځو کې به د ښځو په ګډون یوه کاري او د اهلیتونو پر بنیاد جوړه کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د لیست له مخې په شپاړلسو تنو کې څلور تنه مېرمنې هم بېلابېلو وزارتونو ته نوماندې دي، چې په ټوله کې دا نه دي په ګوته شوي، چې په دې وزیرانو کې کوم له جمهوري او کوم له اجرایوي ریاست نه په معرفي شوي دي، خو د شوي ویش پر اساس ښايي د ولسي جرګې غړو ته د دواړو ریاستونو له لوري معرفي شوي نوماندان معلوم وي.

د پاتې کابینې لاندې لیست به نن ولسي جرګې ته د معرفي لپاره وړاندې شي:

۱- همایون رسا – سوداګرۍ او صنایعو وزارت

۲- عبدالباري جهاني – اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

۳- اسدالله ضمیر – کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت

۴- محمد ګلاب منګل – سرحدونو او قبایلو چارو وزارت

۵- انجنیر محمود بلیغ – فواید عامې وزارت

۶- عبدالستار مراد – اقتصاد وزارت

۷- ډاکټر محمد الله بتاش – ترانسپورت او هوایي چلند وزارت

۸- اسدالله حنیف بلخي – پوهنې وزارت

۹- سید سعادت منصور نادري – ښار جوړونې چارو وزارت

۱۰ ډاکټر عبدالبصیر انور – عدلیې وزارت

۱۱- پوهنیار عبدالرزاق وحیدي – مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

۱۲- مېرمن دلبر نظري – ښځو چارو وزارت

۱۳- پوهندوی مېرمن سلامت عظیمي – نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت

۱۴- ډاکټره فریده مومند – لوړو زده کړو وزارت

۱۵- ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل – کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت

۱۶- علي احمد عثماني – اوبو او انرژۍ وزارت

د ګډ حکومت شاوخوا ۸ میاشتې تیریږي خو لا هم کابېنه بشپړ نه ده. په وروستي ځل د ۸ وزیرانو د باور رایې اخېستو وروسته شاوخوا ۲ میاشتې تیریږي چې ګډحکومت خپل پاتې ۱۶ وزیرانو ولسي جرګې ته معرفي کوي.

اوسمهال له ۸ وزارتونو او ۲ ولایتونو پرته نور ټول ولایتونه او وزارتونه د سرپرستو وزیرانو او والیانو لخوا اداره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x