نظــر

افغانان جنتیان/ افغانان دوزخیان‎

لیکوال: صیام الدین پسرلی

څومره چې زه ګرځیدلی یم او د نړۍ ځیني هېوادونه مې لیدلی، افغانان راته جنتیان معلومیږي، ځکه اسلام تر هر بل هېواد په افغانستان کې په ښه شکل پلي کېږي، د مسلمانانو فیصدي په کې ډېره ده، بې له سکانو د بل کوم مذهب عبادت ځای په کې نشته. خلک یې د تاریخ په اوږدو کې ان تر  دې دمه او په اینده کې به هم په اسلام سر ورکوي او د اسلام څخه به دفاع کوي.

د هېواد په داخل کې د شرابو څښل، زنا کول او نور فاحیشه اعمال په کلکه منع دی. خو په نورو اسلامي ملکونو لکه دوبی، بحرین، جوردان او نورو کې بیا داسې نه ده، دا هېوادونه تجارتي او سیاحتی بڼه لري هر ډول خلک په کې راشه درشه کوي همدا علت دی چې دا نا روا اعمال په کې د حکومت له خوا روا ګرځیدلی، خو شکر زموږ خلک او هېواد له دې مسایلو پاک دي.

موږ (افغانان) سره ددې چې پخپل مسلمانۍ کې کلک یو، خو بیا هم د ډېرو کبیره ګناهونو مرتکب کېږو. مثلاً په اسلام کې افراط کول حرام دی، مګر موږ ډېر افراطي عمل کوو. د بیلګي په توګه: ژوند یو الهی ورکړه ده، هیڅوک نه شي کولای چې د چا ژوند واخلي مګر د شرعیت او قانون په اساس. قانون کې صریحاً راغلی چې یو شخص تر هغه وخته پورې بې ګناه دی تر څو چې محکمه پرې د مجرم حکم نه وي کړی. یعنی د فیصلي صلاحیت محکمه لري نه عادی افراد. مګر موږ بې له دې چې محکمه حکم وکړي وژني کوو لکه د فرخندي وهل،  مړه کول او بیا اور پورې کول. شاید ځیني داسې ووایی چې دا مرتده شوي وه. د مرتد لپاره اسلام شرایط لري، اول باید د شخص دلایل واوریدل شي کیدای شی چې سوی تفاهم رامنځته شوي وي او یا د نورو مذاهبو تر تاثیر لاندې راغلی وسي. که احیاناً مرتد شوي وی نو باید ورته نصیحت وشي که بیا هم نه پښیمانیده، که نارینه وي  د شرایطو په مطابق ووژل شي او که ښځینه ووسي په حبس ابد محکومیږي. دېته ورته نور مثالونه هم شته، لکه د لورګانو په بدوکی ورکول، ماشومانو ته د هغوي حقوق نه ورکول، خویندو ته میراث نه ورکول، د کفر ټاپی وهل. د اسلام له نوم څخه سوی استفاده کول…

ددې لپاره چې سپیڅلي جنتیان شو، نو پکار ده، چې د اسلام ټول شرایط څنګه چې امر شوي په ځان عملي کړو. باید هیر نه کړو چې د اسلام دښمنان د اسلام د بدنامولوهڅی کوی. نو باید ډېر هوښیار ووسو، تر څو دښمن بریالی نه شي.

ربه! رښتیني مسلمانان ډېر کړي، جهالت او بې اتفاقي زموږ له ټولنې نابود کړي

امین

صیام الدین پسرلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x