پاکستان: په ترافیکي پيښه کې ۱۴ تنه مسافر وژل شوي

(نن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۱/۲۹) یو ویګن موټرچی له پیښاور ښارڅخه داسلام اباد په لور پرلاره وو، دډیرسرعت او تیزوالي له امله موټرچلوونکي موټرباندی کنټرول له لاسه ورکړ، چی له امله یی موټرله یوي درختی سره ولګیدي او دموټردګازو ډبی اورواخیست.

عینی شاهدان وایی درامنځ ته شوی پیښي له امله ۱۴ سواریان وژل شوی او اوه نورسخت ژوبل شوی دي، وایی  اور دومره شدید وو چي اکثره وژل شوی کسان دومره خراب شوی وو چی پیژاند یی ناممکنه وو.

یوي پاکستانی ورځپاڼي ډان نیوز خبرنشر کړی دي، وایی پیړني مرسته کوونکی ډلي دپیښي ځای ته رسیدلي ژوبل  کسان یی نژدی روغتون ته رسولي، داړونده روغتون ډاکټرانو له رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چی دژوبل کسانو حالت دانديښني وړدي.

عیني شاهدان  وایی موټر دومره خراب شوی وو چی دوژلو شویو او ژوبل کسانو را ایستل یی ناشوني وو چی وروسته بیړني مرستي کونکو موټرځای پرځای اره کړ ترڅو وژل شوی او ژوبل کسان راوباسي.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د