نظــر

  د ګډ حکومت د مشرانو اصلي اجنډا، د امريکايي عسکرو پاتې کېدل، اندېښنې څرګندونې او پايلې

احمد جرس

امريکا ته د ګډ حکومت د دواړو مشرانو د سفر بنسټيزه اجنډا به له امريکايي ولسمشره دا غوښتنه وي، چې له افغانستانه خپل عسکر ونه باسي، ځکه چې افغان امنيتي ځواکونه مخالفينو سره د جګړې توان نه لري.

واشنګټن پوست امريکايي ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله د سفر اصلي اجنډا له بارک اوباما دا غوښتنه ده، چې له افغانستانه خپل عسکر ونه باسي؛ ځکه چې د پسرلي په رارسېدو جګړې نور هم زور نيسي او افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو د بريدونو او چاودنو مخنيوی نه شي کولای.

واشنګټن پوسټ زياتوي، چې بارک اوباما د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه، چې افغان جګړه به پای ته رسوي، او دی غواړي، چې د خپلې واکمنۍ تر پايه خپل عسکر له افغانستانه راوباسي.

«د افغان ملي اردو او پوليسو کمزوري او د طالبانو په بريدونو او چاودنو کې د امنيتي ځواکونو درنه مرګ ژوبله د دې لامل شوه، چې افغان حکومت له امريکايي چارواکو غواړي، چې له افغانستانه خپل عسکر ونه باسي او د افغان چارواکو په ګومان، که امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي، نو مخالفين کولای شي، په ډېره لنډه موده کې پر افغانستان خپل راج قايم کړي.»

اوباما ويلي و، چې د روان کال تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې وي او د کال تر پايه به دغه شمېره ۵،۵۰۰ ته راټيټه شي او له ۲۰۱۶ز کال وروسته به شاوخوا زر عسکر افغانستان کې د امريکايي سفارت د ساتنې لپاره کابل کې پراته وي، مګر سپينه ماڼۍ کې د ملي امنيت د شورا غړي جېف ايګر وړمه ورځ وويل، چې د افغانستان په اړه به د امريکا پاليسي کې ډېر بدلون راشي او دغه بدلون له ۲۰۱۶ز کال وروسته د امريکايي عسکرو د پاتې کېدو په اړه دی او د امريکايي عسکرو د پاتې کېدو پاليسي به د حالاتو له مخې ارزول کيږي.

د واشنګټن پوسټ په وينا د امريکا ماليه ورکوونکو شپېته مليارده ډالر د افغان امنیتي عسکرو په روزنه لګېدلي او تر اوسه يې ۳۲۷،۰۰۰ نظامي پرسونل روزلي، مګر دا عسکر لا د طالبانو د بريدونو او چاودنو مخنيوی نه شي کولای او دوی لا هم تر ډېره د امريکا مرستو او لاسنيوي ته اړتيا لري.

واشنګټن پوسټ ليکي، چې افغان امنيتي ځواکونه د بهرنيو عسکر له مرستې پرته جګړې نه شي کولای او ملي اردو او پوليس لا هم له ګڼو ستونزو سر مخ دي، چې له امله يې د دوی کاري وړتيا زيانمنيږي.

« د افغان عسکرو کاري او بدني کمزوري، نشه يي توکي، له اردو تېښته، بې سوادي، په ټولنه کې ناوړه نوم، د اردو په صفونو کې بې نظمي او ګډوډي، لوجستيکي او استخباراتي کمزوري، د مسلکي لوړپوړو افسرانو کمی او د پوليسو او ملي اردو تر منځ د مناسبې همکارۍ نه شتون د افغان ځواکونو تر ټولو ګواښوونکې ستونزې دي.»

د رسمي شمېرو له مخې ۲۰۱۳-۲۰۱۴ ز کال کې له ۱،۳۰۰ زيات عسکر د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي او له ۶،۲۰۰ زيات يې ټپيان شوي دي او ۲۰۱۴ز کال کې د وژل شوو افغان پوليسو شمېر له دې هم زيات دی.

د امريکايي چارواکو له قوله، لږ تر لږه ۲،۲۰۰ امريکايي ښځينه او نارينه عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.

د امريکا د دفاع وزارت د پاليسي کمېټې يو پخواني مشر مايکل فلومي تېره اونۍ يوې رسمي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې افغان ځواکونه لا هم د امريکا مرستو او لاسنيوي ته اړتيا لري، تر څو د مهمو ښارونو امنيت خوندي کړي او افغان ځواکونو ته تر ټولو لوی چيلينج د لرو او کليوالو سيمو ساتنه ده.

افغانستان کې د امريکايي عسکرو مشر قوماندان جنرال جون کمپل څو ځله امريکايي کانګريس ته ويلي، چې افغان ځواکونو سر د امريکايي عسکرو هوايي او ځمکني ملاتړ نه وي، نو دوی طالبانو سره د جګړې او د هغوی د بريدونو د مخنيوي توان نه لري.

جنرال کمپل زياتوي: « ما افغانانو ته ويلي، چې داسې عمليات بايد پلان نه کړي، چې د بهرنيو عسکرو هوايي مرستو ته اړتيا ولري؛ ځکه چې طالبان هم هوايي ځواک نه لري، طالبان ستاسې په څېر درانه او قوي نظامي ټانکونه او موټر نه لري، طالبان لويې توپخانې نه لري، تاسې يې لرئ، طالبان هغه ډول قوي او درنې وسلې نه لري، لکه تاسې يې چې لرئ، نو بيا ولې د هوايي ځواک د ملاتړ غوښتنه کوئ؟»

د جنرال کمپل په وينا افغان ځواګونه لا هم څو کاله پرله پسې د امريکا او نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري، چې نظامي روزنه يې وکړي.

نږدې څوارلس کاله کيږي، چې امريکا پر افغانستان د دې لپاره يرغل وکړ، چې د القاعده او طالبانو ريښې وباسي، مګر د واشنګټن پوسټ په وينا د څوارلسو کالو په تېرېدو افغانستان د امريکا او بهرنيو عسکر لپاره تر پخوا لا خطرناک دی،

افغانستان کې د امريکايي عسکرو د شتون، ستونزو، فراډ او اداري فساد په اړه امريکايي کانګريس ډېر اندېښمن دی.

د کانګريس غړي والټر جون کانګريس ته د خپلې وينا پر مهال وويل، چې افغانستان د امريکا لپاره د موږګ غار دی، چې هر څومره ډالر ورغورځوي، درک يې نه لګيږي او دوی بايد د دغو بې ځايه لګښتونو مخنيوی وکړي.

«افغانستان د موږک غار دی او څومره ډالر، چې ورغورځوې، درک يې نه لګيږي او دا لګښتونه کومه ګټه او سالمه پايله هم نه لري.»

کانګريس تر اوسه د افغان امنيتي ځواکونو روزنې لپاره له شپيته ميلياردو ډالرو زيات منلي، مګر پينټاګون له کانګريسه غواړي، چې ۲۰۱۶ ز کال لپاره د افغان ځواکونو د روزنې په موخه لږ تر لږه ۳.۸ ميليارده ډالرو بيل تصويب کړي.

د ووډرو ويلسن امريکايي څېړنېز مرکز د اسيا د برخې پخواني مدير رابرټ هاتوې واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې افغانستان کې د امريکا پانګونه داسې ښکاري، چې د طالبانو، د امريکايي کانګريس او ماليه ورکوونکو تر منځ د استقامت سيالي وي او داسې ښکاري، چې دا سيالي امريکا نه شي ګټلی.

رابرټ هاتوې زياتوي: « د افغانستان په اړه زما د څېړنې وروستۍ پايله دا ده، چې موږ له سخت مالي او جګړه ييز بحران سره مخ يو او افغان عسکر به تکړه شي يا نه دا وروستۍ خبرې دي، مګر زموږ لپاره ډېرې سختې ترخې او سپېرې شېبې را تلونکې دي.»

امريکاي عسکر د څه لپاره؟

امريکايي چارواکي وايي، چې د امريکايي عسکرو د پاتې کېدو موخه د افغان امنيتي عسکرو روزنه ده او په جګړه‌ييزو چارو کې به يوازې د معلوماتو د راټولو او مشورو مسؤوليت ترسره کوي، مګر د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو شنونکی معين رؤوف وايي، چې امريکايي او ناټو عسکر به افغانستان کې بيا هم د طالبانو پر ضد روانه جګړه کې برخه اخلي، بلکې د جګړې ټول مسؤوليت به د دوی پر غاړه وي او د نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان يې يوازې د دې لپاره کړی، که سبا طالبان راځي او دغه هېواد نيسي، نو د ماتې پړه به د ناټو او امريکايي عسکرو پر ځای پر افغان حکومت وي او د تېر کال په پای کې چې امريکا او ناټو افغانستان کې د خپلو نظامي عملياتو د پای ته رسولو اعلان کړی، مګر د عيني شاهدانو له قوله امريکايي او نور بهرني عسکر لا هم د جګړو په ډګر کې د افغان عسکرو په ملاتړ جنګيږي، استخباراتي معلومات ورسره شريکوي او د همدې معلوماتو پر اساس پر طالبانو او شکمنو مخالفينو د څارګرو الوتکو په واسطه بريدونه کوي.

د افغان جګړې په اړه د سپينې ماڼۍ او سي ای اې اختلافات

د امريکا پخوانی دفاع وزير رابرټ ګيټس وايي، چې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د اوباما دريځ دا دی، چې دغه جګړه د ده نه ده، بلکې د پخواني ولسمشر جورج بوش څخه په ميراث ور پاتې ده او دی اړ دی، چې دغه بې معنا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي، مګر سي ای اې او جمهوري پلوه بيا په دې اند دي، چې دوی بايد خپل عسکر په افغانستان کې پرېږدي او که امريکايي عسکر له افغانستانه ووتل، نو دغه هېواد به يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د سپينې ماڼۍ او سي ای اې د ناندريو پايله دا راوځي، چې امريکا به په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان کوي، مګر دغه هېواد کې به لس زره اته سوه جمع دوه زره درې سوه اضافي امريکايي عسکر پاتې وي او جګړه به هم روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x