افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: د فرخندې قاتلین او پېښه کې ښکېل پولیس دې محاکمه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۴ل): د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د تېرې پنجشنبې په پېښه کې چې «فرخنده» د پولیسو په ګډون د خلکو له لوري د قرآن سوځونې په تور ووژل شول، وژونکي او همکار پولیس باید محاکمه شي.

دې سازمان ويلي چې خلکو فرخنده د پولیسو تر مخ په ډبولو ووژله او د پولیسو په همکاري يې اور ورکړ، چې باید له وژونکو او پولیسو دواړو پوښتنه وشي.

په کابل کې د بښنې نړیوال سازمان استازې حوریه مصدق وايي چې دغه سازمان به له افغان چارواکو د فرخندې د وژلو په اړه ځانګړې پوښتنې وکړي.

د مصدق په قول د بښنې نړیوال سازمان سکرتر سلیل شیتي به په راتلونکې میلادي میاشت کې کابل ته سفر وکړي او دلته به له افغان چارواکو سره پر نورو بشري جنایتونو سربېره د فرخندې به اړه هم ځانګړې خبرې ولري.

د کابل چارواکي وايي هم وايي چې د دویمې امنیتي حوزې پنځلس هغه پولیس يې چې په دې پېښه کې د ښکېلتیا او همکاري تور ور پورې دی، د لنډ وخت لپاره له دندو ګوښه کړي دي.

فرخنده، چې ویل کېږي د جمعیت اصلاح افغانستان د احسان څانګې د قرآني حلقې غړې وه، تېره پنجشنبه د کابل په زړه شاه دوشمشیره زیارت کې د خلکو له لوري د قرآن سوځونې په تور ووژل شول،چې پېښه لا هم پوره نه ده څېړل شوې.

د پېښې له ځایه د لاریون پیل
د پېښې له ځایه د لاریون پیل

د فرخندې پر وژنه نن هم د دې پېښې د غندونکو له لوري چې ډېری يې مېرمنې وي، د پېښې له ځایه لاریون پیل شو، چې له ځانو سره يې لیکلي شعارونه لېږدول او دا پېښه د دوی په خبره د «ع، غ» د دولت پر تندي یو بل داغ دی.

فرخنده پرون د ښځو پر اوږو د پنجصد فامیلي تر هدېرې یووړل شوه او خاورو ته وسپارل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x