افغانستان

جوزجان کې پنځه پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۳، ۱۳۹۴ل): د جوزجان ولايت اقچې ولسوالۍ کې د طالبانو په يو بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني رسنيو ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې طالبانو د اقچې ولسوالۍ اړوند سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ، چې نتيجه کې يې درې پوليس وژل شوي او د پوليسو په ډزو کې يو طالب هم وژل شوی دی.

پژواک خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې د سهار تر څلورو بجو يې ډزو اوازونه اورېدل، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسؤوليت منلی او زياتوي، چې د دوی ملګرو اقچه ولسوالۍ د شبرغان پر لويه لار د پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی، چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي او د هغوی وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x