نړۍ

شاه محمود قریشي په تحریک انصاف کي شامل شو

نن ټکی آسیا: دپاکستان پخواني وزیر خارجه شاه محمود قریشی په تحریک انصاف کی د شمولیت اعلان وکړی.

شاه محمود قریشی د سند ایالت په ګهوټکی ښارګوټي کی د عمران خان په جلسه کی د خطاب ورسته په تحریک انصاف کی د شامیلیدو اعلان وکړ.

د جلسی په خطاب کی دشاه محمود قریشی وینا وه چی دنن جلسه دباران اوله قطره ده.

د تحریک انصاف راتلونکې جلسه به په کراچي ښار کی کیږی، هغه زیاته کړه  چی د نظام او مخونو دبدلیدو وخت راغلی دی.

قومي اسمبلی اوس دعوامو دسوچ مطابق نه ده راونه، عوامی سوچ اوس ډیر مخته تللی دی.

اوس قومی اسمبلی ډیره شاته ده، اوسنی قومي اسمبلی د پخوا په شان نه ده، زه په سند کی دتبدیلی د تحریک سره یم.

هغه زیاته کړه چی په سند کی جلسه کول آسانه کار نه دی، پر ننی جلسې باندي په اسلام اباد کی د ناست زرداری نظر دی، د زرداری په پاته کیدو کی دپاکستان ایټمی پروګرام خوندي نه دی، هغه وویل چی زه ریمنډ ډیوس ته د استثنی ‎ورکولو په حق کي نه وم او دهغه د خوشي کیدو ورسته ما استعفی ورکړه او دعوامو په عدالت کی مي ځان پیش کړی، اوس عوامو ته درجوع کولو وخت دی.

په اخیر کي شاه محمود قریشي عمران خان مخاطب کړی او وې ویل چی عمران خان! نن شاه محمود قریشی ستا په ټیم کي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close