ولسي جرګې امنیتي مسوولین استجواب کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۴): ولسي جرګې په هېواد کې د امنیتي وضعیت د لا ګډوډۍ له امله ځينې امنیتي مسوولین د استجواب لپاره ور وغوښتل.

ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د ځمکني پوځ قومندان مراد علي مراد او د ملي امنیت مرستیال حسام الدین حسام په هېواد کې د روان امنیت وضعیت په خاطر استجواب کړل.

د ولسي جرګې غړو ډېرې پوښتنې په دې وروستیو کې د نامعلومه وسله والو له لوري د ۳۱ تنو تښتول شویو او په کابل ښار کې د وروستي هغه برید اړوند وي، چې پکې د روزګان امنیه قومندان هم له منځه ولاړ.

پر دې سربېره ولسي جرګې له استجواب شویو مسوولینو د تېرې پنجشنبې د پېښې په اړه هم پوښتنې وکړي، چې پکې یوه مېرمن د خلکو له لوري د قرآن سوځونې په تور ووژل شوه.

امنیتي مسوولینو د تښتول شویو کسانو اړوند د پلټونو او د خلاصون د هڅو خبر ورکړ او ويې ویل چې له نوي کال سره جوخت دوی دې ته تیار دي چې د ګواښونو په وړاندې هم مقابله وکړي.

افغان چارواکي د بهرنیو ملاتړو په ګډون د طالبانو نویو عملیاتو ته په اندېښنه کې دي، چې ځينې يې د پخوا په پرتله د زورورو جګړو خبر ورکوي.

په داسې حال کې چې په کابل کې د بهرنیانو عمومي قومندان په دې وروستیو کې ويلي چې افغان عسکر باید داسې عملیات پلان نه کړي، چې پکې د دوی هوايي ملاتړ ته اړتیا پېښه شي.

د جان کمپبل په خبره طالبان هم ځمکنۍ جګړه کوي او د افغان عسکرو خلاف نه ټانګ لري او نه هم هوايي ځواک، ځکه خو باید افغان عسکر ورسره په خلاصه سینه جګړه وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د