افغانستان

افغانان؛ اروپا کې دویمه درجه پناه اخیستو نکي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۴ل): د اروپايي ټولنې له لوري تازه څېړنه ښيي چې په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو له امله افغانان په دویمه درجه کې دي.

په همدې تړاو له دې ټولنې نه څخه خپور شوی راپور وايي چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانانو پناه اخیستلو په ۲۰۱۴میلادي کال کې ډېر پرمختګ وکړ، چې دوی يې علت د حالاتو ګډوډي ښيي.

د راپور له مخې په ۲۰۱۴ م کال کې په ټولیزه توګه شپږ لکه شپږویشت زره تنه «۶۲۶۰۰۰» دوی ته د پناه ورکولو غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د سرچینې په قول دغه افغانان دوی ته په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د لا خرابي وېره ښکاره کوي او وايي چې په اروپايي هېوادونو کې د «هوسا» ژوند ارمانجن دي.

د خپاره شوي راپور پر اساس اروپايي هېوادونو کې په پناه اخیستلو کې په ۲۰۱۴م کال کې د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

اروپايي ټولنې د پناه اخیستلو د غوښتنلیکونو په لړلیک کې سوریه لومړنی او افغانستان دویم هېواد ګڼل کېږي.

تر اوسه پورې د همدې ټولنې له لوري ۴۱۳۰۰ تنه افغانانو ته په اروپا کې پناه ورکړل شوې ده، چې ۹۷۰۰ تنه يې یوازې په المان کې اوسي.

یاده دې وي اروپايي هېوادونو ته نه یوازې ټیټ پوړي دولتي مسوولین د تګ هڅه کوي، بلکې لوړپوړي مسوولین او د پوځ مشران هم په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو هڅې کوي.

په لندن کې د افغانستان په اړه د ناټو د غړو هېوادونو په وروستۍ ناسته کې د ملي دفاع وزارت لوړپوړي مسوول او په دغه ناسته کې افغان بیرغچي جنرال بارک هم ملي بیرغ پر ځمکه وویشت او د انګلیستان پولیسو ته يې د پناه اخیستلو په تمه ځان تسلیم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x