نړۍ

متحده عرب امارات: پنځه کسه سیاسي فعالیت کونکي په بند محکوم شول

دولة الإمارات(نن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۱/۲۷) دمتحده عرب اماراتو یوي محکمي ددغه هیواد دری تنه سیاسی فعالیت کونکي په بند باندی باندي محکوم کړل، داماراتو حکومتي سرچینوله لوري په جاري شوی خبرکی ویل شوي چی دغو پنځو سره دیموکراسي غوښتونکوکسانو دهیواد ومشرانو ته سپکی سپوری ویلي او ددغه هیواد وګړي یی دحکومت په خلاف ومخالفت او احتجاجونوته راغوښتي دي. 

ددغو پنځو کسانو څخه یو کس احمد منصور چی دنظام په خلاف یی نسبت پاتو څلورو کسانوته زیاتي مجرمانه کړنی کړی وی په دري کاله اوپاتي نور کسان هریو ناصربن غیث، فهدسالم الشحی،حسن علی الخمیس او احمدعبدالخالق په دوه دوه کاله بند باندی محکوم کړی دي. 

دنیول شویو پنځو کسانو مشر کس  له دی سره سره چی دمخابراتو یو تکړه انجینیروو شاعرهم وو، نوموړي په ابوظبی کی یوه نشریاتي اداره درلوده او ددغه هیواد دثقافت او کلتور په برخه کی یی خپروني کولي، دغه کس حکومت په دي باندی تورن کړی ده چی نوموړي دخپلو نشریاتی وسایلو او ویب سایټ له لاري هغوکسانو ته لاره هواره کړی وه چاچی غوښتو دحکومت په خلاف دخلګو غم اوغصه راوپاڅوي.

ویل کیږی له هغه څخه وروسته چی احمد منصور دمحکمي له لوري په بند باندی محکوم شو دنوموړي له لوري چلیدونکي شبکه هم تړل شوی ده.

له بله لوري نړیوالو بشرپالو ټولونو دمتحده عرب اماراتو له لوري هیواد کی دسیاسي فعالیت کونکو نیول او په بند باندی محکومول په سختو ټکوغندلي دي او ددغه هیواد دمحکمي له لوري اورل شوی فیصله یی یو لوریزه او له انصافه څخه لري بللی ده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x