افغانستان

قومونو ته سپکاوي «ارمان » راډیو موقته بنده کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۳ل): د خوست، پکتیا او پکتیکا ځينو قومونو ته سپکاوي په کابل کې د ارمان پر نوم راډیو موقته بنده کړه.

ارمان راډیو د طالبانو پر ضد د سوداګرۍ پر نامه خپرونکو اعلانونو کې په یوه اعلان کې وايي، چې په جنوبي ولایتونو کې طالبان د ځاځیو او منګلو مېرمنې پر جنسي اړیکو عادت کوي او بیا يې له کرښې هغې خواته له همدې اړیکي په ګټه د پیسو ګټلو لپاره اړوي.

دغه راډیو چې په دري ژبه نشرات کوي او د طلوع تلویزون غږیزه برخه ګڼل کېږي، د موبي ګروپ له خوا اکمالېږي چې ګڼې خپرونې يې تفريحي دي.

پورته سوداګریز اعلان يې د ټولو پښتنو غصه راپارولې وه، چې په ټولنیزو شبکو کې هم د دې راډیو له لوري دغه سپکاوی کلک وغندل شو.

ځاځیو او منګلو قومي مخورو نن په کابل کې اعتراضیه ناسته وکړه،چې پکې د موبي ګروپ مشر زید محسني د دې اعلان له امله بښنه غوښته.

نوموړي وویل چې دا اعلان د دوی د سوداګریزې برخې اړوند و، چې په جوړولو کې يې رول نه لري، خو د خپرولو له امله يې بښنه غواړي.

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی ګل بادشاه مجیدي وايي چې دوی د ارمان راډیو مسوولینو سره پر دې پرېکړه وکړه، چې دغه راډیو به لس ورځې خپل نشرات بندوي.

موبي ګروپ، چې طلوع تلویزون، لمر تلویزون، اراکوزیا راډیو او ارمان راډیو يې نشراتي برخې دي، په ټول افغانستان کې نشرات لري، چې څو ځلې پرې خلکو د غیر اخلاقي اعلانونو او سریالونو خپرولو له امله توندي نیوکې کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې دغه ګروپ د خپلې نشراتي څانګې پړه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

سعد محسنی خو به امریکایانو ته د مورده ګوی او دیوسی په خاطر صرف دیوی ادعا په شکل او په عین حال کی د افغانستان د میشتو قومونو ترمنځ دبی اتفاقی اور ته دلمن وهلو په خاطر ترڅو چی یی امریکا خوشحاله کړی وی دا اعلان په خپله راډیو او تلویزیون کی خپروی چی د ثبوت لپاره یی هیڅ شواهد په لاس کی نلری ولی د امریکا سفارت ته دده دمورده ګوی او دیوسی موثق شواهد وجود لری چی حتا امریکایان هم په اعتراف کوی چی یو له هغو شواهد نه یی د سی این این تلویزیونی شبکی اعتراف ده… نور لوستل »

m.taher

دوی د فحشا ادرس غلط کری، د خپل زان گومان په نورو کوی، الحمد و لله زمونژ په لره او بره پشتنو کی د دنیا په سطح دا د شرم او بی حیایی اعمال دیر کم ده او پشتون داسی کارو ته زغم نه لری.د مثال په دول تاسو په گوگل یا نورو انترنتی شبکو کی یو غیر اخلاقی اصطلاح په پشتو دننه کری انشاالله په دی ژبه به یو تصویر یا فلم چی غیر اخلاقی وی وبه نه وینی. او بیا په دی نورو ژبو دا دول اصطلاحات دننه کری او نتیجه به معلومه سی چی کوم خلک حیاشی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x