افغانستان

غزنی: عسکرو د کرکټ لوبې په مهال ۵ ماشومان شهیدان او ۷ نور ټپیان کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري۳مه، ۱۳۹۴ل): د غزني مرکز ته څېرمه په قلعه قاضي کلي کې نن مازیګر شاوخوا څلور بجې پولیسو ۵ ماشومان شهیدان او ۷ نورو ژوبل کړل.

عیني شاهدان وايي چې ماشومانو د کرکټ لوبه کوله، چې څېرمه پوستې ورباندې د هوان ډز وکړ، چې پنځه ماشومان يې ځای پر ځای ووژل او اوه نور يې مرګوني ټپیان کړل.

د دوی پر قول په سیمه کې ارامه ارامي وه چې یو نا څاپه له نږدې پوستې ډز وشو او د هاوان مرمۍ د ماشوم لوبغاړو په منځ کې ولګېده.

په غزني کې د نن ټکی اسیا خبریال وايي چې د سیمې خلک ځینې پر شهیدانو او ځينې پر ټپیانو بوخت شول، پولیس له پوستې راووتل او شاوخوا يې پوسته محاصره کړه، لکه د خلکو د هجوم وېرې چې اخیستي وي.

د سرچینې په قول د سیمې مخورو د شهیدانو جسدونه، د ولایت مقام مخې ته یووړل او له چارواکو يې د پېښې د څېړلو او د عاملینو د نیولو غوښتنه وکړه؛ دوی تر نږدې ماښامه د ولایت مخې ته جسدونه ايښي و، چې څو شېبې وړاندې يې خاورو ته وسپارل.

د سید ولي پر نوم یو تن زموږ خبریال ته ویلي، چې دی له لرې د لوبي نندارچي و، چې نا څاپه له پوستې ډز وشو او په کرکټ میدان کې د ماشومانو چیغې پورته شوې، چې نږدې ورغلل پنځه تنه ځای پر ځای شهیدان شوي وو او اوه نور يې روغتون ته رسولي، چې د دریو يې روغتیا له ډاډه وتې وه.

د غزني د امنیت امر اسدالله انصافي بیا دا نه مني چې ګواکې پولیسو پر ماشومانو ډزې کړې، دوی وايي چې ماشومان د لوبې په میدان کې د چاودنې له امله وژل شوي، چې په خبره يې چاودېدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو.

خو سید ولي د امنیت د امر دا خبرې نه مني او وايي چې که د دوی ماشومان په چاودنه کې شهیدان شوي وای، دوی به د ولایت مخې ته د هغوی جسدونه نه ور وړل. هغه وايي: «موږ مخامخ ورته کتل، چې له پوستې ډز راوشو، هسې دولت د ځان د خلاصولو لپاره پلمې لټوي.»

تر نږدې ماښامه د ولایت مخې ته جسدونه ايښي و، چې څو شېبې وړاندې يې خاورو ته وسپارل.
تر نږدې ماښامه د ولایت مخې ته جسدونه ايښي و، چې څو شېبې وړاندې يې خاورو ته وسپارل.

دا لومړی ځل نه دی چې په غزني کې دولتي عسکر دا ګام اخلي، تر دې وړاندې هم د غزني ښار په موی مبارک کوڅه کې یو ځوان د پولیسو له لوري ځکه په شهادت ورسول شو، چې د پیسو له ورکړې يې انکار کاوه.

د روان میلادي کال په لومړۍ شپه په ورته یوې پیښه کې چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې رامینځته شوه، د ملي اردو له یوې پوستې څخه د واده په مراسمو د هوان فیرونه وشول، چې په ترڅ کې يې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول او نږدې ۷۰ تنه یې ټپیان کړل.

ولسمشر اشرف غني د پیښې د بر رسۍ په موخه د کورنیو او دفاع وزارتونو څخه متشکل د یو تحقیقاتي هیئت د ګومارلو اعلان کړی وه چې تر اوسه یې نتیجه نه ده په ډاګه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

انالله وانا الیه راجعون ، ای دفرخندې والو راشئ په دې ماشومانو یوڅه ولیکۍ دخدای دپاره

شیرعلی صافی

انا لله وانا الیه راجعون خدای ج دی ددوی کورنی غړو ته صبر جمیل ورکړی داچی رسنی ولی چوپ دی زمونژ ملک کی هر سه یو تجارت دی نو ویلی شو چی رسنی هم تجارتی بڼه لری او بی پری ندی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx