نړۍ

که له هرلوري په نښه شوو په ترکیه کی به دناټو مرکزتربرید لاندی راولو

(نن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۱/۲۷) دایران دانقلابی ګارډ یوه لوړ رتبه چارواکی ګوت څنډنه  کړی ده وایی کچیري دامریکی اویاهم اسراییلو له لوري ورباندی برید وشو، هیوادبه یی په ترکیه کی دناټو ځواکونو دتوغندیو ددفاع مرکزتربرید لاندی راولي.

دایران هیواد نیمه حکومتی رسني مهرالایرانیه سره دخبرو پروخت جنرال امیرعلی حاجی زاده وویل، په دي وروستیو کی دامریکي او اسراییلو له سختو تهدیدونو څخه وروسته دغه هیواد نوی ستراتیجی غوره کړی ده

او دنوي ستراتیجی په غوره کولو سره دغه هیواد هوډ کړی دي کچیري مونږ باندی له هره ځایه دایسراییلو او امریکي لخوا څخه برید کیږي په عکس العمل کی به یی په ترکیه کی دناټوځواکونو دتوغندیو ددفاعي مرکزي اډه تربرید لاندي راوستل شي.

نوموړی زیاته کړه دبرید په صورت کي به دغه هیواد ددفاع په حالت کی نه بلکه دبرید جواب په برید سره ورکوي، داچي ولي به ایران په ترکیه کي دناټو ځواکونوددغندیو ددفاع رادار سیسټم تربرید لاندی راولي، داځکه چی دغه سیسټم لا له وړاندی دایران لپاره یوډول تهدید او ګواښ دي، کچیري دایران اواسراییلو ترمنځ کومه احتمالي نښته رامنځ ته کیږي، دناټو ځواکونودغه دفاعی مرکزبه دایران له لوري پراسراییلوباندی دتوغندیو دبرید مخنوي کوي.

دیادولو وړ ده چي تیرکال دسپټمبرپه میاشت کی دترکیی هیواد  دناټو ځواکونوته په دغه هیواد کی دتوغندیو ددفاعی سیسټم دنصب ولو اجازه ورکړي وه.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x