نظــر

دا خبریالان باید د هاوان خولې ته وتړل شې !

شهید غزنوي

ظلم هم حد لري او بي انصافي او قساوت هم یو پای لري، مګر کوم قساوت او سپین سترګې چې د اوسني افغانستان خبریالانو را اخیستې مناسبه به وي چې بې پایه او بې حده ورته ووایو .

د غزني ښار په قلعه قاضي سیمه کې مازدیګر د عروس البلاد ګلونو ماشومانو د کرکټ لوبه کوله، چې د نږدې سیمې له پوستې څخه عسکرو د هاوان بې خریطې فیر وکړ، د هاوان مرمۍ راغله او دکرکټ په میدان کې ولګېده، پنځه تنه تنکي ماشومان یي ځای په ځای د شهادت په خوب ویده کړل او تر لسو زیات نور یې ټپیان کړل .

د کلي خلکو چې د عسکرو د هاوان فیرونه هره ورځ اوري او مخکې یي هم شکایات کړي وو، دا ځل یي په خپلو سترګو ولیدل چې له پوستې مرمۍ والوته او ماشومان ورباندې شهیدان شول،د اعتراض په ډول یي شهیدان راواخیستل او په مظاهره باندې دولایت مقام ته ورغلل چې تر سکڼي ماښامه یي مظاهره او لاریون روان و .

ghazni 34

دغه پیښه په کوم لري کلي کې نه ده شوې، بلکې د غزني په تاریخي ښار کې شوې ، پیښه د ماسپښین په څلور بجې شوې او بیا مظاهرې تر ماښامه دوام کړی اوس دادی د شپې لس بجې کیدونکي دي ، همدا شیبه مې د افغانستان مشهورې رسنۍ راوپلټلې چې ته ودریږه ددې فاجعې په اړه یي څه لیکلي دي .

د افغانستان د پښتو او فارسي رسنیو له جملې مې بي بي سي فارسي او پښتو، امریکا غږ فارسي او پښتو، افغان روسیه، بخدي آژانس، جمهور آژانس، خامه پریس، کلید، طلوع نیوز،سلام وطندار، تاند، رشد خبري اژانس دغه راز په نړیوالو رسنیو کې رادیو فردا، دویچه وله ،اسیای میانه انلاین،دغه راز د مشهورو نړیوالو اژانسونو، ملي او بین المللي ورځپاڼو ویب پاڼې او سایټونه مي ټول وکتل خو ددغې سترې فاجعې په اړه مې یو حرف قدرې هم په کې ونه موند .

پیښه یوازې دوو رسنیو را اخیستې وه، نن ټکی اسیا ملي او دافغان په درد دردمنې ویب پاڼې یوځل بیا خپل افغانیت ثابت کړی و او پیښې ته یي په وخت او پوره کوریج ورکړی و ، بل ځای په پژواک کې ددې فاجعې تحریف شوی خبر راغلی و، پژواک لیکلي و چې په غزني کې چاودنې ماشومان وژلي ، د پژواک منافقینو فکر کړی چې که هاوان ذکر کړي نو پیښه په عسکرو تاوانیږي نو ځکه باید چاودنه ذکر کړي، ترڅو لوستونکی داسې فکر وکړي، چې دا کار هم طالبانو کړی .

پژواک د غزني دمظاهرې په اړه عجب له دروغو او منافقته ډک تحلیل کړی و، وایي خلکو له دې پیښې وروسته مړي د ولایت مخې ته راوړل او له والي صاحب نه یې غوښتنه وکړه چې دپیښې دعاملینو یعني طالبانو د نیولو لپاره عاجل اقدام وکړي او کنه نو دوی به مظاهرو ته دوام ورکړي ، آفرین پژواکه په دې ډالرحلالۍ …

راځم اصلي موضوع ته په غزني ښار کې د افغانستان په پخوانۍ پلازمینه او داسلامي نړۍ په اوسني کلتوري پایتخت کې پنځلس ماشومان په وینو لمبیدلي پراته دي، په ښار کې مظاهرې روانې دي، غزنویان راپاڅیدلي مارشونه کوي، خو ټولو داخلي او خارجي رسنیو او خبریالانو ګونګې روژې نیولې ته وا هیڅ هم نه دي پیښ شوي . او دا ځکه چې فاجعه د دولتي عسکرو له لخوا رامنځته شوې، خلک په ماین نه بلکې په هاوان وژل شوي، په هاوان د وژل شوي وینې داسې هدر ده لکه په بمبار او سپینو فاسفورسو د وژل شویو وینې چې هدر دي ، زموږ خبریالانو ته د هاوان مرګ مرګ نه ښکاري ، دوی ته له هاوان څخه رازیږیدلې فاجعه خبر نه ښکاري چې ورباندې راپور جوړ او نشر کړي نوځکه د غزني فاجعه همداسې سرپټې پاته ده .

اوس که په غزني کې چاودنه شوې وای او کوم څوک پرې ټپي وای ،وختي به یې راپورونو اوژوندیو صحنو میډیا په سر اخیستې وه،مګر داچې دغه ماشومان په هاوان لګیدلي، باید خبر یي نشر نه شي ،ځکه د ژورنالیزم د اوسنیو قوانینو یوه ماده وایي، چې په هاوان وژل کیدل خبر نه دی،ځکه د هاوان مرمۍ وژل او خوږول نه کوي او که کله داسې کار وکړي دا به شاذ او خلاف القیاس وي نو ځکه یي باید راپور ورنه کړل شي .

د دې لپاره چې د هاوان د مرمۍ زور خبریالانو ته معلوم شي او لږ له هاوان د راپنځیدلي درد او فاجعې احساس ورته وشي باید یو څوتنه د هاوان له اغیز څخه منکر خبریالان د هاوان خولې ته وتړل شي ،تر څو په دې پوه شي چې هاوان هم دردول کوي او فاجعې زیږوي، د هاوان وژل شوی هم کټ مټ داسې دي لکه د ماین وژل شوي، د هاوان د شهیدانو وینې هم رنګ لري، ددوی وینې هم د نورو وژل شویو غوندې سرې، درنې او تودې دي، د هاوان شهیدان هم همداسې خواخوږي، مور او پلار او همداسې کورنۍ لري، ددوی په مرګ هم همداسې د ویر چیغې ګډیږي او خلک ورباندې غمجن کیږي .

که چیرې څو تنو ډالري خبریالانو ته دبي خریطې هاوان د فیر زور عملا ورښودل شوی وای، بیا یي شاید له ذهن څخه هغه نظر وتلی وای چې دوی ته د دولتي او غربي ژورنالیزم لخوا تلقین شوی هغه داچې په دولتي هاوان د وژل شویو مرګ فاجعه نه ده او په خبر او راپور نه ارزي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

لعنت دې د دوی په داسي خبریالي شي چې له حقایقو سترګي پټي کړي اویا هم تحریف پکې کوي ،

Hameed

واقعا هم باید دا خبریالان د هاوان خولی ته ونیول شی چی په حق سترگی پټوی بس نو د وطن په کوم غم وژاړو خو پدی یقین لرو چی د ظالم کاسه نسکوره ده او ضرور به انشاالله یوه ورځ دا ظالم حکومت راچپه کیږی او د خپل د ظلم د یوی یوی حساب به ترینه اخیستل کیږی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x