نړۍ

پاکستان د ناټو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ خپلي لاري وتړلې

نن ټکی آسیا: پاکستان د ناټو د ځواکونو لپاره د کمک رسولو هغه ټولي لارۍ چي د پاکستان له لاري افغانستان ته رواني وې، درولې او د خپلي خاورې لاره يې پر هغوی تړلې.

پاکستان دغه قدم وروسته تر هغه پورته کوي چي تیره شپه د ناټو الوتکو د افغانستان سره پر پوله د پاکستان خواته پر میشتو پاکستاني فوځیانو بمبارۍ کړې وې، چي له کبله يې شاوخوا ۲۶ تنه فوځیان ووژل شول، او یو شمېر يې نور ټپیان شول.

دپاکستان ددې پریکړې وروسته د کراچي له لاري چي کومي لارۍ او لوی موټرونه چي د ناټو د ځواکونو لپاره په سامانو او الاتو بار وه، ټوله درېدلې، او د نورو ملکي موټر چلونکو لپاره يې پر دغو لارو ډیره اسانتیا جوړه کړې، خو په پاکستان کي کتونکي په دې ګمان دي چي د ناټو دغه اکمالاتي کاروانونه به یو ځل بیا شروع شي، ځکه چي مخکي هم پاکستان د ورته پيښي له کبله احتجاجا خپلي لاري د بهرنیانو د کاروانونو پر مخ تړلې وې، خو د ناټو او امریکا د بخښني غوښتني وروسته یوار بیا خلاصي شولې.

کتونکي وايي که چیري دا ځل پاکستان دناټو پر مخ خپلي لاري د ډیري مودې لپاره وتړي، نو د هغوی لپاره به په افغانستان کي د وخت په تیریدو سره ستونزي زیاتي شي، او که بهرني ځواکونه له بلي لاري خپل اکمالاتي پروسه په دومره پراخه کچه پر مخ بیايي نو لګښت به يې خورا زیات شي، او په دې سره به د غربي هیوادونو ځپل شوی اقتصاد نور هم وځپل شي او د افغانستان جګړه به نوره هم ورته ګرانه تمامه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x