د امت لوياندیني، سیرت او تاریخ

د لښکر قومندان ته د لومړي راشد خلیفه سیدنا حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه توصیه !

خالد حسن

حضرت ابو بکرصدیق رضی الله عنه له حضرت اسامه رضی الله عنه سره پیاده روان ؤ ، هغه ته يې لاندي قیمتي نصیحتونه کول؛چه تر نن ورځي پوري د سر لښکر ، نظامي قومندان او اسلامي تاریخ لپاره یادګاري حیثیت لري.

ژباړه : ای خلکو ودریږئ زه تاسو ته د لسو خبرو نصیحت کوم،دا له ما څخه ښې یادي کړئ.

۱- خیانت او بې ایماني مه کوئ.

۲- دوکه مه ور کوئ.

۳- د چا لاس پښي ، او د جسم نور اندامونه مه(مثله)پریکوئ.

۴- کوچنی ، ماشوم، سپینګیری سړی،او ښځه مه قتلوئ.

۵- د کجورو وني مه کاږئ ،مه يې سوځوئ.

۶- میوه داره ونه مه پریکوئ .

۷- له خوراک څخه علاوه ، میږه ، غوا ، اوښ مه حلالوئ.

۸- تاسي ته به ډیر داسي خلګ په مخه در شي،تیریده به پرې وکړئ،چه ځانوه به يې د عبادت لپاره فارغ کړي وي،هغوی به په خپل حال پریږدئ.

۹- تاسي ته به داسي خلګ هم در مخامخ شي، چه ډول ډول خواړه به په لوښو کښې مخته در ته کیږدي،کله چه یو یو خوراک خورئ،د الله ج نوم ور باندي یادوئ،یعني د نعمتونو په لیدلو سره خپل رب مه هیروئ،شکر يې ادا کوئ.

۱۰- او تاسو ته به داسي خلک هم در مخامخ شي،چه د سر ویښتان به يې د سر په منځ کښې خرییلي وي،نور به يې د پګړۍ د وله غوندي پرې ایښي وي،دغه به په خپلو تورو سره نرم ووهئ؛د تأدیب لپاره سزا ورکوئ؛ دخدای جل خلاله په نامه سره روان شئ،خدای پاک مو د دښمن له نیزو او دطاعون له بیمارۍ څخه وژغوره.

دا هغه متبرک نصیحتونه وو،چې د اسلام په جنګي قانون کې د اصولو درجه لري،د اسلام د جهادي لښکرو قومندانانو د تل لپاره ور باندي تمسک کړی؛د خپلو کامیابیو راز يې ددې اصولو په پلي کولو کښې لیدلی،خپل مجاهدین او ماتحت يې په دې مکلف کړي ، چه د الله ج رضا او مرسته به د پورتنیو مبارکو توصیو په عملي کولو سره ترلاسه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Qadir khawry

ډېر ښکلي او په زړه پورې معلومات

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x