نړۍ

دناټو په هوایی برید کې پاکستانی عسکرو ته مرګ ژوبله رسیدلې

(نن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۱/۲۶) تیره شپه ناوخته په افغانستان کی دناټو ځواکونو چورلکي پاکستاني پولی ته راوښتي او دپاکستانی عسکروپوستي یی ترهوایی برید لاندی راوستلي دي.

پاکستاني امنیتي چارواکوله رسنیو سره دخپلو خبروپروخت وویل دناټو له لوری دپاکستانی عسکرو پرمرکزباندی دبرید له امله ۲۸ عسکر وژل شوی او ۱۱نور ژوبل شوی دی، په وژل شویو عسکرو کی دوه چارواکي هم شامل دي، یو پاکستاني لوړرتبه چارواکی خبري رسنیو ته ویلي چی برید تیره شپه ناوخته د دوو بجو په شااوخواکی ترسره شوی دي

نوموړي زیاته کړ دناټو له لوري دبرید په وخت په دغه فوځي مرکزکی ۴۰ کسه عسکرمیشت وو، چی ټول دخوب په حالت کی وو.

ویل کیږي دپاکستاني عسکرودغه مرکز دافغانستان له پولي څخه دوه نیم کیلو مټره لري واقع دی، دغه امنیتي مرکز دسلالا امنیتي تفتیشی مرکزپه نامه سره یاديږي.

له هغه څخه وروسته چی دناټو ځواکونودپاکستاني عسکرو مرکزتربرید لاندی راوستي، پاکستاني چارواکو دپاکستان له لاري وافغانستان دناټو ځواکونولپاره وړونکي موادو پرموټروباندی بندیږ لګولی دی، اودپاکستان دبهرنیو چارو وزارت له لوري په صادر شوی بیان کي سخته اندیښنه څرګنده کړی دي او دغه برید یی په سختو ټکو سره غندلي دي.

او دناټو ځواکونوڅخه یی ددغه برید په اړه پوره تفصیل اومالومات غوښتي دي، یوه پاکستانی فوځي چارواکي دنوم نه ښودلو په صورت له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل داچی دناټو ځواکونه زمونږ عسکربی له کومه لامله وژنی او زمومږامنیتي مرکزونو تربریدونو لاندی راولي دابه د دواړو خووو پراړیکو باندی بد اثرواچوي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x