افغانستان

اشرف غني له اوباما او بانکي مون سره ګوري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وری ۴، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني به نن سه شنبه د امريکا ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.

له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ولسمشر به نن سه شنبه بارک اوباما سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي او د دې خبرو اصلي اجنډا به له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وېستو په اړه وي.

د ګډ حکومت دواړه مشران له امريکا غواړي، چې له ۲۰۱۶ز وروسته دې خپل عسکر له افغانستانه نه باسي.

د ګډ حکومت دواړه مشران تېره يکشنبه د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ واشنګټن ته ولاړل او هلته به د امريکا ولسمشر بارک اوباما، دفاع وزير اشټون کارټر، بهرنيو چارو وزير جان کېري او ګڼو نورو لوړ پوړو امريکايي چارواکو سره ليده کاته وکړي.

اشرف غني به د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره هم وګوري

دګډ حکومت مشر اشرف غني به راتلونکې پنجشنبه د ملګرو ملتونو له سرمنشي باني مون سره هم وګوري.

د دغه ليدنې موخه به افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول، فعاليت او نوې کابينې په اړه خبرې اترې وي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې اشرف غني به له سياسي او دفاعي چارو سربېره پر اقتصادي، سوادګريزو او نورو مهمو اړينو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې وکړي کنه او د دواړو مشرانو دغه سفر به څومره بريالی وي؟

د پېښو څارونکي وايي، د دې سفر يوازنۍ ګټه د امريکا ګټې خوندي کولای شي او د افغانستان لپاره په اقتصادي، ټولنيزو، تخنيکي او نورو او اړينو چارو په اړه بحث په اجنډا کې نه دی نيول شوی.

د اشرف غني د سفر پر مهال دنوموړي اول مرستيال جنرال دوستم د اشرف غني پر ځای د هېواد چارې پر مخ بيايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x