ټولنیزه برخه

د ښځې له برکته!

احمدالله احمدزی

بابا ويل، چې درې شيان د چا بزرګي نه مني. سپي تربور او ښځه
د بابا له دې خبرې وروسته مې د ابو الحسن خرقاني يوه کيسه ولوسته، چې يوه ورځ يې يو مريد کور ته راغی او خرقاني رحمه الله په کور کې نه و، نو ښځې يې پوښتنه وکړه، چې څوک يې او څوک دې په کار دي؟

مريد ځواب ورکړ، چې د حضرت ابوالحسن خرقاني مريد يم او له لرې ځايه يې ديدن ته راغلی يم، که په ديدن يې مشرف شم، نو ښځې يې د دروازې تر شا غږ وکړ، چې وۍ وۍ نو تاسې خو ډېر ساده ګان يئ، چې له دومره لرې ځايه ورته راځئ، دې غريب په څه کې دي، ولاکه د ټک کار وي، خلک يې په بزرګۍ غلط کړي او داسې نورې سپکې سپورې يې ورته وويلې.

مريد، چې د ښځې خبرې واورېدې ډېر نهيلی شو، چې پير صيب ته دې الله تعالی اجرونه ورکړي، دا څه بلا سره يې سر دی، خو ښځه لا هم لګيا ده، چې ځه خپل کار کوه او د خرقاني په بزرګۍ خپل وخت مه خرابوه، بس دی هم روان شو او ځان سره يې وويل، چې اوس خو راغلی دی او هر رنګ چې وي، يو وار به خپل پير ويني، نو لاره کې ولاړ دی، چې ګوري ابوالحسن خرقاني رحمه الله په زمري سپور دی او لرګي يې پرې رابار کړي.

مريد چې خپل پير وليد، نو هک پک شو، چې ښځه يې ورپسې سپکې سپورې وايي او ده ته الله تعالی د ځنګل زمری تابع کړی دی.
خرقاني رحمه الله، چې خپل مريد وليده، نو ورته وايي، چې ولې داسې اوتر او اندېښمن يې؟

مريد په ماته ژبه ورته وويل، چې کورته درغلم، تاسې پر کور نه وئ او بي بي مبارکې راته داسې ژبه وښوروله، نو خرقاني رحمه الله ورته وويل، چې الله تعالی پر ما امتحان راوستی، ښځه مې بد ژبې ده او ما د ښځې په دې بد اخلاقۍ صبر کړی، چې له برکته يې الله تعالی د ځنګل زمري راته تابع کړي او دغه دی زه پرې لرګي راوړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغأن

سبحان الله !!!
دير فه احترام د احمدي نه هيله كوم ج د داسي بي سنده او موضوعي قصي بيانول ندي فكار .
بلكي زمونك دين كامل دي د رسول الله صلي الله عليه وسلم جوند او زندكي زمونك د فاره لارخود دي كنه دهغي اخلاق د خفل كور والا سره او د عامو مسلمانانو سره او فه تكاليفو باندي صبر دا جوندي مثالونه دي .
الله د وكري ج خوا مو ورباندي بده شوي نه وي فه احترام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x