د نن سرلیکنه

د غزني ماشومان په کوم جرم ووژل شول؟!

نن ټکی اسیا – سرمقاله: پرون د غزني ښار په قلعه قاضي سیمه کې د رامنځته شوې چاودنې له امله ۱۳ تنه هغه تنکي ماشومان چې د سپورتې لوبو لپاره په لوبغالي کې راټول شوي ول د خپل ځان په معصومو وینو ولمبول شول.

د پیښې د عینې شاهدانو په خبره چې دا خونړۍ پیښه د هاوان د هغې مرمۍ له کبله را منځته شوه کومه چې په سیمه کې د ځای پرځای شوي امنیتي پوستې د ځواکونو لخوا د همدې لوبغالې په لورې و توغول شوه .

سره له دې چې د ۱۳ تنو معصومو ماشومانو د شهادت اوژوبلیدو غمیزه د خپل نوعیت له مخې ډیره بوږنوونکې او د هیواد په کچه د نوي کال د لومړنۍ فاجعې حیثیت لري ، خو له بده مرغه چې د هغې په وړاندې د چارواکو او خبري رسنیو غبرګون ډیر سوړ او له توپیره ډک ښکاري.

ځکه سره له دې چې د فاجعې له تیریدو تر اوسه تقریبا ۱۲ ساعته وخت تیرشوی او د فاجعي د قربانیانو وارثینو د وژل شویو جنازې د پیښې د پلټنو او د هغې د عاملینو د مجازات کولو په خاطر د غزني ولایت مقام ته را وړي ، خو تراوسه پوري نه د اړونده چارواکو او نه هم په محل کې د میشتو رسنیو له لوري د فاجعې د واقعیت او د هغې د عاملینو د افشاء او مجازات په اړه د هیڅ ډول اقدام خبر تر سترګو کیږي .

د ګډ حکومت په راتلو سره مونږ د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ډیرو دغسې خونړیو او بوږ نوونکو پیښو شاهدان یو چې د نامعلومو اهدافو د تحقق لپاره زمونږ د ځوریدلو هیواد پر خلاف تر سره کیږي .

د دغو پیښو تسلسل د پکتیکا ولایت د ارګون له غمیزې پیل بیا د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو تر خونړي برید او همداراز د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ د ولسي وګړو د وژلو تر پیښې پوري همداسې د وام لري .

سره له دې چې د دغو فاجعه زیږوونکو پیښو عاملین ښکاره او جرم یې هم مشهود او ثابت دی ، خو ښیکل لوري یې د مجازاتو په اړه بي اعتنايي ښیې چې له امله یې ورځ تر بلې په هیواد کې د انسان وژنې ګراف مخ په لوړیدو دی .

مسؤل چارواکي یواځي د هغو پیښو په اړه غبر ګون ښیې چې رسنۍ یې په اړه تبلیغاتي کمپاین شروع کړي ، چې یوه بیلګه یې په کابل ښار د شاه دوشمشیره زیارت ترڅنګ د فرخندې د وژلو زړه بوږنوونکې حادثه ده .

د دغې حادثې په اړه د رسنیو قاطع غبرګون چارواکې دیته اړیستل چې د موضوع په اړه اقدام وکړي، ځیني کسان د جنایت په تور بنديان او د ځینو هم په وظیفه کې د غفلت له کبله دندې وځنډوي .

لهذا د دا ډول پیښو په مخنیوی کې تر بل هرچا د رسنو رول ډیر مهم دی چې باید هغوی یواځي د خپل اخلاقي او رسنیز رسالت له مخې د اصلي عاملینو په افشاء کولو کې خپل رول اداء کړي.

رسنۍ باید د خپل رسنیز او اخلاقي مسؤلیت له مخې د کابل د فرخُندې ، د غزني د معصومو ماشومانو ، د هلمند د واده د لسګونو وژل شویو او ننګرهار د فاجعې د قربانیانو په اړه یوډول دریځ ولري.

نه دا چې په غزني کې د ۱۳ تنو معصومو ماشومانو د وحشي قاتلینو د هویت پټولو لپاره خپل تاریخي مسؤلیت تر پښو لاندې کوي او په کابل کې د یوه قتل له پیښې څخه تبلغاتي هنګامه جوړه کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

یاألله نداریم غیرأزتوفریادرس:توی بامظلومان نصرت کننده وبس:یاألله ج–دادفرعون أولاده نوره هلاکه کړی:

عزیز

کومه اردو او پولیس استاذان یهوداونصارا وی همداتمهتری کیدی شی

ابن شهید ين

انا لله وانا اليه را جعون… دا به سكيزي ملت به كوم طرف لار شي .. له همدي يوه ورز مخكي كوم جي ما شو مان شهيدان شول به همدي ولايت اندرو ولسوالي كي دكند هير بكلي كي بيا داربكيانو او طالبانو جنك وشو جي من جمله دكلي يو ار بكي ووزل شو او هم يي وركي غير مجرم زوي به شهادت ورسيد..بيا داربكيان دله منزه ورلو لباره به عامه لار كي ماين خخ شوي وه دهمدي كلي ديو تن مشهور عالم روح الله اخند زاده رحمه الله دكورني شزي او ما شو ما جي دولسوالي شفا خاني ته يي… نور لوستل »

ابن شهید ين

انا لله واناليه راجعون …. حسبنا الله ونعم الوكيل…حسبنا الله ونعم الوكيل… دا دي نن بيا دغز ني به اند رو ولسوالي عليزو كي ديو كور موتر دلاري غاري به ماين ور برا بر شو او ددي مظلو مي غريبي بي وزلي بي وسي كور ني 7 تنه زاي به زاي شهيدان شول…. دا زكه جي به منطقه كي دحكو متي او طالبانو جنك وه ….. يا ربه يا الله يا مالك …دا ولس جير ته لارشي زمكه ور باندي سور تنور كر زيد لي …يا رحمن يا حيم رحم رحم فضل فضل وكره زمونك غم ته به خبله وكره… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x