Masolayat

سوله! ـ لنډه کیسه

دادمحمد ناوک
سکرترې ته يې مخ کړ، هغې په ځانګړې انداز د چا يو له پیالې سره په شیندلو وېښتانو پر مخ وواهه، رییس لکه له خوب چې راویښ شي، ځان يې سره کش کړ:
– وه د کاپر لورې! نن بیا ټول کار پاتې وبوله، سخت دې ځان جوړ کړی.

ويې خندل:
ـ خبر يې، نن بیا فیسبوک په څه شي ګرم دی؟
ـ ولې زما او ستا تصویرونه خو به چا نه وي پیدا کړي؟

په کټ کټ يې وخندل، د ده د کمپیوټر پر کېبورډ يې اوږدې ګوتې ښورولې:
ـ نه، نن بیا غزني کې څو ماشومان چا وژلي.
ـ پرېږده يې، له تا سره د وژنو…
ـ خو پوسټ ضرور دی، ریس صاحب!

په کېبورډ يې د دې پر لاس لاس ور کېښود:
ـ هو ولا، ښه څه ولیکم؟
ـ ته صبر زه يې لیکم.

شېبه وروسته د سکرترې اوږدې ګوتې له کېبورډه پورته شوې، د رییس خريېلی مخ يې له مخامخ لوی تلویزوني سکرینه را واړاوه، په فاتحانه مسکا يې غېږې ته ور ړنګه شوه:
ـ اوس يې وګورئ!

رییس پخپله فیسبوک پاڼه نظر کړ:
« زړه مې چوي، له پرون راهیسې مې په هيڅ شي څکه نه ده کړې، د پنجابیانو د لاسپوڅو دا جنایت غندم، زماغزنی يې په وینو را ولمباوه، په غم مو شریک یم، یا خدایه! سوله!»

په کړس يې وخندل:ـ منم دې ولا! هسې خو پنځه سوه ډالر په جېب نه منډې، ارزې ولا ارزې! خو اوس له خپل اکاونټه یو کمینټ پرې وکړه!

په ولاړېدو کې وویل:
ـ په سترګو!

تر لاس يې کلکه راونیوه:
ـ نو ځې چېرته؟ زه به لوګ اوټ شوم، ته لوګ ان شه، کمینټ وکړه!

لاس يې د رییس په لاس کې وچرموړه:
ـ ته باید ما مشاوره هم کړې، یوازې زما کمینټ به څه شي، د ټول دفتر مامورین باید لایک او کمینټ وکړي.

منډه يې کړه، د دروازې ګړب شو، رییس مخامخ دېوال کې په تلویزوني سکرین سترګې وګنډلې، ايرانۍ سندره وه، نجلۍ نیمه بربنډه نڅېدله.

پای
۱۳۹۴-۱-۴

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د