افغانستان

طالبانو په غزني کې د ۱۲ ماشومانو مرګ ـ ژوبله وغندله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په غزني کې د تېر مازیګر هغه پېښه چې پکې ۱۲ ماشومانو ته د کرکټ د لوبې په مهال مرګ ـ ژوبله واوښته، کلکه غندلې ده.

پرون – دوشنبه – مازیګر مهال د غزني ښار ته څېرمه په قاضي کلا سیمه کې د پولیسو له لوري د هوان پر ډزو د کرکټ د لوبې په مهال پنځه ماشومان شهیدان او اوه نور مرګوني ټپیان شول.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دا پېښه کلکه غندي، خو په خبره يې «دښمن» هڅه کوله چې دغه پېښه « په مجاهدینو پورې وتړي، خو داخبره هيڅ حقیقت نه لري، موږ نن په سیمه کې هيڅ ډول عملیات او برید نه درلود اونه هم دلته زموږ لپاره کوم هدف وو.»

د خبرپاڼې له مخې «دښمن تل هڅه کړې چې داسې موضوعات په مجاهدینو پسې پيوند کړي او د هغو په ضد د تبلیغاتو په ډول استفاده ترې وکړي.»

په غزني کې د نن ټکی اسیا خبریال وايي چې له پېښې وروسته د سیمې خلک ځینې پر شهیدانو او ځينې پر ټپیانو بوخت شول، پولیس له پوستې راووتل او شاوخوا يې پوسته محاصره کړه، لکه د خلکو د هجوم وېرې چې اخیستي وي.

د سرچینې په قول د سیمې مخورو د شهیدانو جسدونه، د ولایت مقام مخې ته یووړل او له چارواکو يې د پېښې د څېړلو او د عاملینو د نیولو غوښتنه وکړه؛ دوی تر نږدې ماښامه د ولایت مخې ته جسدونه ايښي و، چې د شپې ناوخته يې خاورو ته وسپارل.

د سید ولي پر نوم یو تن زموږ خبریال ته ویلي، چې دی له لرې د لوبي نندارچي و، چې نا څاپه له پوستې ډز وشو او په کرکټ میدان کې د ماشومانو چیغې پورته شوې، چې نږدې ورغلل پنځه تنه ځای پر ځای شهیدان شوي وو او اوه نور يې روغتون ته رسولي، چې د دریو يې روغتیا له ډاډه وتې وه.

دا لومړی ځل نه دی چې په غزني کې دولتي عسکر دا ګام اخلي، تر دې وړاندې هم د غزني ښار په موی مبارک کوڅه کې یو ځوان د پولیسو له لوري ځکه په شهادت ورسول شو، چې د پیسو له ورکړې يې انکار کاوه.

د روان میلادي کال په لومړۍ شپه په ورته یوې پیښه کې چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې رامینځته شوه، د ملي اردو له یوې پوستې څخه د واده په مراسمو د هوان فیرونه وشول، چې په ترڅ کې يې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول او نږدې ۷۰ تنه یې ټپیان کړل.

ولسمشر اشرف غني د پیښې د بر رسۍ په موخه د کورنیو او دفاع وزارتونو څخه متشکل د یو تحقیقاتي هیئت د ګومارلو اعلان کړی وه چې تر اوسه یې نتیجه یې نه ده په ډاګه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x