نړۍ

د اوباما لوړپوړی سلاکار: نيتنياهو بايد د فلسطين ښکېلاک پای ته ورسوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وری ۴، ۱۳۹۴ل): د سپينې ماڼۍ يو لوړ پوړي چارواکي ميکاډونو د اسراييلو له صدر اعظمه غوښتي، چې د اسراييلو له لوري بايد د فلسطيني خاروې پنځوس کلن ښکېلاک ته د پای ټکی کيږدي او له امريکا يې هم غوښتي، چې امريکا بايد د اسراييلو او فلسطين تر منځ روانه شخړه د دوو دولتونو په رامنځته کولو حل کړي.

ميکاډونو وايي، چې د نتنياهو پر وروستيو څرګندونو بايد سترګې پټې نشي، چې د خپل ټاکنيز کمپاين په وروستيو ورځو کې یې د فلسطين په اړه کولې، چې فلسطينيان به رانه ښه ورځ ونه ګوري او نه به فلسطينیان د خپلواک هېواد جوړولو ته پرېږدي.

د امريکايي ولسمشر لوړپوړی سلاکار ميکاډونو وايي، چې متحده ايالتونو د دوو خپلواکو دولتونو لپاره ډېرې ډيپلوماتيکې هڅې کړي، مګر د نيتنياهو وروستيو څرګندونو دوی ټول نهيلي کړي دي.

د سپينې ماڼۍ دغه لوړپوړي چارواکي تېره شپه د امريکايي يهودانو يوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې اسراييل بايد د فلسطيني خاورې پنځوس کلن ښکېلاک پای ته ورسوي او فلسطينيان بايد دا حق ولري، چې ځانته خپلواک هېواد جوړ کړي.

ميکاډونو ټينګار کوي، چې فلسطيني خاوره کې د يهودانو نوې ودانۍ د سولې په لاره کې ستر خنډ دی او دوی به تر پايه د دغو ودانيو مخالفت ته دوام ورکوي.
نتنياهو د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال د دوو دولتونو د حل نړيواله طرحه په کلکه رد کړې وه او هغه مهال امريکا، فرانسې او ملګرو ملتونو په ډېر احتياط د نتنياهو له څرګندونو سره مخالفت وکړ او اسراييل يې يو ځل بيا د مذاکراتو مېز ته راوبلل.

د عربي چارو امريکا مېشتی کارپوه او د الجزيرې تلويزون خبريال ناصر الحسيني د ميکاډونو د څرګندونو په اړه وويل، چې دا د اسراييلو په اړه د سپينې ماڼۍ نوی فکر دی او له پخوانۍ پاليسي بيخي بدل دی.

بايد وويل شي، چې تېره اونۍ د اسراييلو پارلماني ټاکنو کې ۱۲۰ څوکيو څخه د نتنياهو «الکيود» ګوند دېرش او صهيوني اتحاد ۲۴ څوکۍ ګټلې وې.

دا لا نه ده روښانه، چې امريکا به په دې دريځ کې څومره رښتيني وي، مګر کارپوهان وايي، چې ۱۹۷۳ز کال راهيسې امريکا پنځه څلوېښت ځله د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د خپلواک فلسطين مخالفت کړی او د تېر کال په پای کې هم، چې د فلسطيني حکومت مشر محمود عباس امنيت شورا کې د خپلواک فلسطين غوښتنه وکړه، نو امريکا د خپل ويټو حق وکاراو او فلسطيني ولسمشر غوښتنه يې رد کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x